ورځپاڼې: هند باید د افغان سولې بهیر کې رول ولري

د عکس سرچینه، Getty Images
د هندو ورځپاڼې ډيلي ته افغانستان لپاره د جرمني د ځانگړي استازي سفر مهم بللى. مارکس پوتځل ډيلي کې دى چې قطر کې د افغان خپلمنځۍ ناستې د پايلو په تړاو له هندي چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
ښاغلي پوتځل ويلي سيمه ييز هېوادونه غواړي هند د افغان ستونزې په هوارۍ کې د اوس پر تله ستر رول ولوبوي.
ورځپاڼه وايي قطر کې د افغانانو خپلمنځۍ ناسته چې په گډه قطر او جرمني يې کوربانه و په بې ساري ډول د يوۀ گډ هوکړه ليک په خپراوي پاى ته ورسېد. هوکړه ليک کې د تاوتريخوالي د کچې کمولو او صفر ته د ولسي وگړو د مرگژوبلې پر ټيټولو هوکړه شوې.
هند تر اوسه له طالبانو سره له مخامخ خبرو ډډه کړې او تېر کال يې يوازې متقاعد چارواکي هغه هم په نارسمي توگه د مسکو غونډې ته ورلېږلي و.
تېره اوونۍ د روسيې، امريکا، چين او پاکستان په څلور اړخيزه ناسته کې ظاهراً هند ته د گډون بلنه نه وه ورکړل شوې خو چارواکو داسې وښوده چې گواکې د سيمه ييزو ځواکونو په بله ناسته کې چې ژر به جوړه شي هند ته به هم د گډون لپاره بلنه ورکړل شي. ټاکل شوې ازبکستان، تاجکستان او ايران هم دغې ناستې ته ور وبلل شي.
خو د هند د بهرنيو چارو وزارت د جرمني له ځانگړي استازي سره له کتنې وړاندې د هند پر دوديز دريځ ټينگار کړى و چې هند يوازې د داسې يو بهير ملاتړ کوي چې مشري د افغانانو په لاس کې وي، افغانان يې څښتنان وي او د افغانانو له لوري کنټرول شي.
پاکستانۍ نېشن ورځپاڼې افغانستان کې د جگړې ختمولو په موخه روانې خبرې اترې افغان سولې لپاره يو تاريخي موقع گڼلې خو وايي که امريکا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له يوې اجماع پرته ووځي نو دا چاره به په ډېره اساني دغه هېواد د ډلو ټپلو ترمنځ يوې جگړې ته ټيل وهي او پايلې به يې له ناورين ډک وي.
ورځپاڼه وايي امريکا او طالبان دواړه د جگړې لپاره د يوې حل لارې موندلو ته جدي دي خو د ورځپاڼې په وينا ان که طالبان او امريکا په دې وتوانېږي چې خپلو کې شته مسايل سره حل کړي افغانستان کې د جگړې ختمولو مهم اړخ د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ له امريکايانو وروسته يوۀ سياسي نظام جوړښت پر سر هوکړه ده.
ورځپاڼه وايي اړتيا ده افغانانان په خپلو کې اوربند، د افغانانو خپلمنځۍ ناستې او ترټولو مهم د نوي حکومت د جوړولو او سياسي نظام په تړاو کليدي مسلې هوارې کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
امريکايۍ مېليټري ټايمز ورځپاڼه وايي امريکا افغانستان کې په نشه يې توکيو د روږدو کسانو درملنې پروگرام کې ميليونونه ډالر لگولى خو مالومه نه ده چې څه پايله يې لرلې او که څنگه؟
ورځپاڼه وايي سيگار د رپوټ پر بنسټ امريکا د ٢٠١٣ او ٢٠١٨ کلونو ترمنځ دې موخې لپاره ٥٠ ميليون ډالر لگولي. افغانستان کې تر څه د پاسه درې نيم ميليون کسان په نشو روږدي دي.
سيگار وايي د دغو پروژو اغېز د څارنې د نشتوالي له امله نه دى څرگند.
د سيگار د رپوټ پر بنسټ امريکا له ٢٠٠٢ م کال راهيسې افغانستان کې د نشه توکيو ضد مبارزه کې نژدې نهه ميليارډ ډالر لگولي دي.


















