ورځپاڼې: پاکستان د افغان سولې بهیر کې هند ته ځای نه ورکوي

د عکس سرچینه، Getty Images
هندۍ ورځپاڼې ټایمز اف انډیا په یوه مطلب کې لیکلي چې هند د افغان سولې بهیر څخه وېستل شوی، ورځپاڼه څو ورځې وړاندې په چین کې د امریکا روسیې پاکستان او په خپله د چین هغې ګډې غونډې ته چې په کې د افغان سولې په تړاو یې ځینې مهمې هوکړې شوي، اشاره کوي او زیاتوي له دې غونډې معلومیږي چې پاکستان په دې مساله کې مرکزي رول خپل کړی او هند له دې چارې ویستل شوی.
لیکوال وايي په دې مساله کې د هند د غږ د اوریدلو چانس ډیر کم دی خو پاکستان له دې چانسه په استفادې یو مانور اجرا کړ او په دې قضیه کې یې مرکزيت ته ځان رسولی.
امریکایۍ ورځپاڼې میلټرې ټایمز یو مطلب خپور کړې چې په کې په بیړه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو سخته نیوکه شوې. لیکوال وايي له افغانستان نه د امریکا وتل به له ویتنامه د لویې ماتې په معنی وي او که داسې وشي نو دا د امریکایي سرتیرو او افغانانو په زړونو کې چې ډیرې سختۍ یې ګاللي ژور داغونه پریږدي.
لیکوال وايي د امریکا په بیړه وتل به په دې معنی وي چې دا دومره ځاني قربانۍ او ملیاردونه ډالر په افغانستان کې د هیڅ لپاره له لاسه تللي دي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
لیکوال وايي د شوروي له ماتې وروسته چې امریکا افغانستان یوازې پرېښود دا ځل افغانانو فکر کاوه چې امریکا به یې یوازې نه پریږدي او هیله یې درلوده چې امریکا به له افغانستان سره د شوې امنیتي تړون ته ژمن پاتې شي ، خو په غبرګو سترګو ګوري چې امریکا په بیړه د وتلو لارې لټوي او افغانان داسې لیوانو ته پریږدي چې تر پخوانیو ډیر خوړونکي دي.
پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په دغه هېواد کې د ماشومانو د جنسي ځورونې په تړاو یو مطلب خپور کړی او لیکي د نړۍ په ډیرو هېوادونو کې د ماشومانو جنسي ځورونې او یا د تیري قضیې څېړل کېږي او له قرباني شوي ماشوم سره د جسمي او رواني روغتیا په برخه کې مرسته کېږي خو په پاکستان کې د لیکوالې په وینا داسې نه ده. په مطلب کې وړاندې ویل شوي پاکستان د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو خوندیتوب کنوانسیون لاسلیک کړی خو په دې برخه کې د پام وړ ګامونه نه دي پورته شوي.
په مطلب کې د یوې خصوصې ټولنې هغه راپور ته اشاره شوې چې وايي هر کال په پاکستان کې هره ورځ لس ماشومانو له جنسي پلوه ځورول کېږي ، لیکواله وايي دا د ټولو پېښو شمېر نه دی ځکه د ډېرو پېښو راپور د بېلابېلو دلایلو له کبله نه ثبتېږي.
لیکواله وايي له دا ډول پېښو د ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره د مور او پلار مسؤولیت هم د پام وړ دی ، دوی باید ماشومانو ته غوږ ونیسي او پوه یې کړئ چې باور پرې کوئ. په مطلب کې وړاندې ویل شوي د مور او پلار مسؤولیت دی چې د حکومت له ناغیړۍ د ماشومانو د ژغورلو لپاره خپل غږ پورته کړي.


















