ورځپاڼې: دوحې ناستې وښوده چې افغانان د سولې تږي دي

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکایۍ ورځپاڼې دې هیل په دوحه کې د افغانانو ترمنځ غونډې په تړاو یو مطلب خپور کړی او لیکي، دې غونډې وښوده چې افغانان څومره د سولې تږي دي او له دې نور ستړي شوي دي چې هره ورځ چاودنې او جګړه وي.
ددې مطلب لیکوال په دې نظر دی چې پرته له هغو کسانو چې له جګړې ګټه تر لاسه کوي او یا هغه ډیر سخت دریځي اورپکي، نورو دا ښه درک کړې چې د جګړې میدان نه شي ګټلی.
د مطلب لیکوال په دې نظر دی چې که څه هم د قطر غونډې په وروستۍ وینا پاڼه کې د ملکي تلفاتو د مرګ ژوبلې را کمولو، د زندانیانو د خوشې کولو او د ښځود حقونو په اړه ډیر واضح څه نه دي ویل شوي خو دا سپارښتنې چې په دې وینا پاڼه کې راغلي د خبرو د دوام لپاره یو ښه پیل دی.
لیکوال سپارښتنه کوي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته په کار ده چې د امریکا سرو کرښو ته له طالبانو سره په خبرو کې پام وکړي او طالبان هم باید دا درک کړي چې که څه هم امریکا په تلوار کې ده او غواړي خپل سرتېري له افغانستانه وباسي خو که د افغانستان خاوره د ترهګرو د فعالیت په مرکز بدل شي او امریکا ته ګواښ رامنځته کړي نو امریکا به د ځواک په کارولو کې دوه زړې نه شي او قاطع اقدام به وکړي.
بلې امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز په افغانستان کې د سولې لپاره روانو هڅو ته کتنه کړې او په وروستیو ورځو کې چاودنو او بریدونو ته په اشارې سره چې ملکي وګړي او روغتیايي کارکوونکي په کې ووژل شول، لیکلي تر هغه چې د جګړي لوري په دا ډول بریدونو سره د خپل ځواک ښودنه کوي ، د دوحې د وروستۍ غونډې په څېر غونډو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي غوښتنې بې اغیزې دي.

د عکس سرچینه، AFP
سعودۍ ورځپاڼې عرب نیوز لیکلي کابینې په سږنیو مراسمو کې حاجیانو ته خبر داری ورکړی چې هڅه دې نه کوي سیاست او مذهب سره ګډ کړي. د غونډې مشري د ورځپاڼې د راپور له مخې پاچا سلمان کوله او له حاجیانو غوښتنه شوې چې د مقدسو ځایونو درناوی وکړي او د حج فریضې ادا کولو پرمهال دې په سیاست کې ګوتې نه وهي.
د کابینې د پریکړې په اړه د سعودي د اطلاعاتو وزیر ترکي الشبانه ویلي حاجیان په هیڅ داسې سیاسي فعالیت کې دې برخه نه اخلي چې د حج مراسمو ته زیان رسولی شي، ورځپاڼه سیاسي شعارونه ورکول ددغه ډول فعالیت د بیلګې په توګه یاد کړی، د سعودي د اطلاعاتو وزیر ویلي هېواد ته یې په سیاسي چارو کې د حاجیانو ښکیلتیا د منلو نه ده او د کوم ناوړه چلن د مخنیوي لپاره له اړتیا سره سم اجرائات کیږي.
پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز لیکلي د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف چې اوس د فساد په تور په زندان کې دی ، د بند خونې ډوډۍ له خوړلو ډډه کړې ده، دا ځکه چې د زندان چارواکو هغه ته له کوره د خوړو راوړل منع کړي او ورته ویل شوي چې باید لکه د نورو زندانیانو په څېر د بند خوني خواړه وخوري.
د هغه لور مریم نواز ویلي د تېرې دوشنبې له غرمې راهیسې د زندان چارواکو هغه ته د کور د خوړو له وررسولو ډډه کړې ده.

د عکس سرچینه، AFP
مریم نواز پر ټویټر یوه پیغام کې ګواښ کړی چې په څلوریشتو ساعتونو کې دا بندیز لرې نه شي نو د لاهور عالي محکمې ته به مراجعه وکړي او په ورته وخت کې به د زندان مخې ته پرلت وکړي.
مریم نواز ویلي دوی د زندان پر خوړو باور نه لري ځکه کېدای شي چې هغه له روغتیايي پلوه سم نه وي.


















