رپ سندرغاړې نیکي میناج د سعودي نړیوال فسټیوال کې ګډون نه کوي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا رپ مشهورې سندرغاړې نیکي میناج د سعودي جده ښار کې راتلونکې اونۍ جوړېدونکي نړیوال فسټیوال کې خپل ګډون لغوه کړی دی او پر ځای یې د ښځې د حقونو پلوي اعلان کړې.
دغې امریکايي سندرغاړې مخکې ویلي وو چې د "جدې نړیوال فسټیوال" کې به ګډون کوي، چې په سعودي کې د بشري حقونو ځینو فعالانو یې پر ګډون غوسه وښوده.
ځینو پوښتلي وو چې د سعودي عربستان په څېر یوه محافظه کاره هېواد کې د نیکي میناج په څېر د بربنډې سندرغاړې کانسرټ جوړېدل مناسب نه دي.
ځینو نورو بیا لیکلي وو، په داسې حال کې چې سعودي چارواکي ګڼو مسلمانانو ته د حج د فریضې ادا کولو اجازه نه ورکوي، خو د اسلام سپېڅلو ښارونو لرونکي هېواد کې بیا سندرو ته پروګرامونه جوړوي.
سعودي عربستان په وروستیو کې د اصلاحاتو په چوکاټ کې د ساتېرۍ او د هنري سکتور د بډایولو په پلمه ځینې بندیزونه لیرې کړي دي.
"دقیق فکر"
په تېره اکتوبر میاشت کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي تر وژل کېدو وروسته په سعودي عربستان کې د بشري حقونو د سرغړونو پر مسلو پام ډېر شوی دی.
په تېره مارچ میاشت کې پر سعودي نیوکې وروسته تر هغه ډېرې شوې چې د ښځو د حقونو برخه کې ۱۰ فعالانې یې محاکمه کړې.
نیکي میناج په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "له دقیق سوچ او فکر کولو وروسته مې وپتېیله چې د جدې نړیوال فسټیوال کې له خپل ګډون څخه په شا شم".
دا وايي "سعودي کې مې خپلو مینه والو ته مازې د خپل هنر وړاندې کول هدف وو، خو پر ځینو مسلو تر خبرېدو وروسته مې هوډ وکړ چې زما په اند د ښځو او نرښځو او د وینا د ازادۍ حقونو ملاتړ وکړم".
وړاندې په سعودي کې د سندرغاړې ماریا کاري د سندریزې مېلې جوړېدو په اړه هم د بشري حقونو فعالانو مخالف غبرګونونه ښودلي وو.






















