ورځپاڼې: دوحه کې بین الافغاني ناسته جګړه ختمولی شي

د عکس سرچینه، Markus Potzel
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکایي ډيپلوماټیکو سرچینو په حواله لیکلي تمه ده چې د قطر پلازمینه دوحه کې د افغان حکومت استازي له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي، دا د ورځپاڼې په وینا له کله چې ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د سولې د خبرو د پيل خبره کړې لومړی ځل به وي چې د افغان حکومت استازي له طالبانو مخامخ خبرې کوي.
ورځپاڼه لیکي د افغان سولې په هڅو کې د پرمختګ نښې ښکاري او په قطر کې د بین الافغاني خبرو روانې دوه ورځنۍ غونډې ته د افغان سولې په برخه کې د کنګل ماتووونکې غونډې په توګه کتل کیږي.
د نیویارک ټایمز په وینا له دې خبرو تمه کیږي چې د افغانانو ترمنځ روغې جوړې ته لار هواره کړي او په دې سره روانه جګړه پای ته ورسیږي.
په افغانستان کې د سولې لپاره د روانو هڅو په اړه برتانوۍ ورځپانې ګارډین په یوه مطلب کې لیکلي د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالویش هوکړه له امکانه لرې برېښېده، خو اوس چې طالبان د اوم پړاو خبرو په جریان کې له افغانستان راغلي پلاوي سره چې دولتي چارواکي هم پکې دي لیده کاته کوي، نو دا د ورځپاڼې په وینا د پرمختګ په مانا دی.
ګارډین لیکلي امریکا له طالبانو غواړي چې طالبان باید له حکومت سره په مخامخ خبرو او اوربند موافقه وکړي او دا کار باید د سولې له موافقتنامې وړاندې ترسره شي.

د عکس سرچینه، ISPR
هندوستان ټایمز ورځپاڼې رپورټ ورکړی چې استخباراتي معلومات ښيي چې د پاکستان په بالاکوټ کې د هندي جنګي الوتکو له برید وروسته- چې هند وايي د وسله والو یو لوی مرکز پکې په نښه شوی- جیش محمد او لشکر طیبه ډلې کونړ، ننګرهار ، نورستان او کندهار ته لیږدول شوې دي.
ورځپاڼه زیاتوي د همدې استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په کابل او کندهار کې هندي ډيپلوماتیکو او نورو هندي ادارو ته د لوړې درجې امنیتي خبرداری ورکړی شوی، هندوستان ټایمز لیکلي، هغه سندونه چې د ورځپاڼې خبریال لیدلي ښيي چې پاکستان میشتو دغو ډلو له طالبانو او حقاني شبکې سره لاس یو کړی چې د دوی اورپکي د ډیورنډ لاین شاوخوا سیمو کې د ورانکاریو ترسره کولو لپاره وروزي.
ورځپاڼه اټکل کوي چې ښايي همدا دلیل وي د هند لومړي وزیر د پاکستان له خوا په دې وروستیو کې د څو خیریه ټولنو پرضد چې د ترهګرۍ پورې تړلې بلل شوې اقداماتو ته ارزښت ور نه کړ.


















