پر سعودي د حوثیانو برید کې یو کس وژل شوی او ۷ ټپیان دي

د خپرېدو وخت

د سعودي په مشرۍ د ټلوالې ځواکونو اعلان کړی چې د ابها په هوايي ډګر د حوثیانو برید کې یو کس وژل شوی او ۷ نور ټپيان شوي دي.

د ایتلاف ځواکونو د ویاند له قوله د سعودي الانباء خبري اژانس ویلي، دا پېښه تېره شپه شوې ده او د هوايي ډګر د موټرو تمځی په نښه شوی دی.

د حوثیانو اړوند المسیرة خبري اژانس هم وړاندې ویلي و چې د حوثیانو اړوند بې پیلوټه الوتکې د سعودي په سویل کې د ابها او جازان هوايي ډګرونه په نښه کړي دي.

حوثیان څوک دي؟

حوثیان د یوې یاغي ډلې چې د انصارالله په نامه یادېږي،غړي دي، چې د شیعه ګانو د زیدي فرقې پورې تړلي دي. زیدیان د هېواد د نفوس یو په دریمه برخه جوړوي. دغې فرقې تر ۱۹۶۲کاله پورې تقریباً ۱۰۰۰ کاله د یمن په شمال کې د امامت په نامه یو نظام درلود او واکمنې درلوده.

حوثیانو خپل نوم له حسین بدرالدین الحوثي نه اخیستی دی. هغه په ۲۰۰۴ کې د لومړي ځل لپاره ددغې ډلې د پاڅون مشري کوله اوغوښتل ېې چې د سعده په ولایت کې د هغوی لپاره پراخه خودمختارۍ یا کورواکي ترلاسه کړي. هدف يې دا و چې د زیدیانو مذهب او کلتوري دودونه، ددوی په فکر، د سني اسلامپالو د تېري له خطره، وساتي.

په ۲۰۰۴ کې د یمني پوځیانوله خوا د حسین بدرالدین الحوثي د وژل کېدو نه وروسته، د هغه د کورنۍ غړو د خپل قوم مشرتوب په غاړه واخیسته او پنځه نوربغاوتونه يې وکړل، ترهغو چې په ۲۰۱۰ کې له حکومت سره د یو اوربند تړون لاسلیک شو.

په ۲۰۱۱ کې، حوثیانو د هغه وخت جمهور ریسس عبدالله صالح پرضد اعتراضونو کې برخه واخیسته او د واک له تشې نه په ګټې اخیستو يې د سعده او آرمان ولایتونو کې نورې سیمې هم ونیولې.

خو په پای کې هغوی د ملي خبرو اترو په کنفرانس کې ګډون وکړ، چې په پایله کې یې جمهور رییس هادي د ۲۰۰۴ په فبرورۍ کې اعلان وکړ چې یمن کې به د شپږو سیمو یوفدریشن جوړ شي.

خو حوثیانو ددې پلان سره مخالفت وکړ، او وې ویل چې دا پلان به دوی کمزوري کړي.