تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لسګونه زره هندیانو د یوګا نړیواله ورځ ولمانځله
د هند په لر او بر کې د جمعې پر ورځ د یوګا پنځمه نړیواله ورځ ولمانځل شوه.
د پلازمېنې ډیلي په ګډون د هند ډېرو ښارونو کې د تودوخې درجه په لوړېدو ده، خو زرګونه هندیان لږ تر لږه د یوه ساعت لپاره د یوګا ورځې لمانځنه کې د ګډون لپاره له کورونو وتلي وو، چې لږ تر لږه یو ساعت لپاره یې ورزش وکړ.
په مراسمو کې د ټولنې بېلا بېلو قشرونو اړوند خلکو ګډون کړی و، چې ان د هندي پوځ سپي هم د دغې مراسمو ګډونوال و.
د هند- تبت سرحدي پولیسو له خپلو اسونو، سپیو سره مراسمو کې ګډون کړی و او د یوګا، ډوګا او هوګا نوم یې ورکړی و. دوی د خپلو نورو هېوادوالو پرتله ځکه بختور بلل کېږي چې د همالیې لمنو په نسبي سړه هوا کې یې مراسم تر سره کړل.
په هغو کې بیا چې په خورا سخت تود موسم کې یې یوګا ورزش کاوه، د ممبۍ ساحل ته څېرمه پوځي بېړۍ ای این ایس ویراټ کې ګومارل شوي پوځیان هم شامل وو.
په ګجرات کې بیا پوځیانو یو څه زیات نوښتګر ښکارېدل.
لومړي وزیر نریندرا مودي چې ویل کېږي یوګا ته ډېره لېوالتیا لري، په جهارګنډ ایالت کې له نژدې ۴۰ زره نورو ګډونوالو سره یو ځای مراسمو کې ګډون کړی و.
نوموړي د رانچۍ ښار په دې مراسمو کې وویل:
''موږ باید یوګا له ښارونو کلیو ته او قبایلي سیمو ته ورسوو. یوګا له مذهب، توکم، جنسیت، رنګ یا سیمې سره تړاو نه لري، دا له هر څه هاخوا ده. ''
ځینې کسانو په ګجرات ایالت کې د ۱۵ پېړۍ یوې تاریخي باوړۍ کې یوګا نړیوالې ورځې مراسم کو ګډون کړی و.
د هند تر کنترول لاندې کشمیر په جمو سیمه کې د یوګا نړیوالې ورځې مراسم. د هند نیمې وچې بل سر تامل ناډو کې بیا ځینې ګډونوال د مرکزي ښار چنای ساحل ته وتلي وو.
د هند نیمې وچې بل سر تامل ناډو کې بیا ځینې ګډونوال د مرکزي ښار چنای ساحل ته وتلي وو.
د هند بېلا بېلو ښارونو لسګونه زره اوسېدونکو دې مراسمو کې ګډون کړی و.
.