ورځپاڼې: له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو په اړه هوکړه

افغان کډوال پاکستان کې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د کډوالو نړیواله اداره ای او اېم وايي تېرو شپږ میاشتو کې له ایران او پاکستانه څه باندې يوسلو دوولس زره افغان کډوال په زور ه شړل شوي دي.
د خپرېدو وخت

ډان ورځپاڼې په خپاره کړي يوۀ رپوټ کې ويلي افغانستان، پاکستان او د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو. ان. اېچ. سي. آر) د افغان کډوالو په خپله خوښه د بېرته ستنېدا په تړاو د ١٢ ټکو پر يوې اعلاميې سره سلا شوي دي.

ورځپاڼه وايي درې سره غاړې خپلې ژمنې بيا تازه کړې چې د افغان کډوالو په خپله خوښه او عزتمنې بېرته ستنېدنې د اصولو ملاتړ به کوي.

د ورځپاڼې په وينا، په اعلاميه کې دا هم راغلي چې دوى به کډوالو لپاره د داسې چاپېريال جوړولو هڅه کوي چې د دوى داوطلبانه بېرته ستنېدا او افغان ټولنه کې يې ورگډېدو لپاره لار هواره کړي.

نيويارک ټايمز افغان پارلمان کې د مشر د ټاکنې پر سر رامنځته شوي اخ وډب په تړاو يو مطلب خپور کړى. مطلب کې راغلي، کابل کې کارپوهان اندېښمن دي چې په پارلماني ټاکنو کې گډوډي او د پارلمان د مشر په ټاکنو کې شخړې، راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې چې هلته د داو کچه هم لوړه ده د راپېښېدونکي ناوړه حالت نښې نښانې دي.

ورځپاڼه د ٢٠١٤ م کال ولسمشريزو ټاکنو کې رامنځته شوې ستونزې ته اشاره کوي او وايي چې افغانستان کې يو وېش رامنځته کړى و.

ورځپاڼه وايي سياسي فضا له هغه مهاله لا زهرجنه شوې.

افغان پارلمان

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، نيويارک ټايمز: د افغانستان پارلمان کې د سیاسي فضا ترینګلتیا سياسي فضا لا زهرجنه کړې.

د ستونزمنو ټاکنو لړۍ لا ناوړې شوې ځکه د هغه ټاکنيزو ادارو چارواکي چې د هغه له ستونزو ډک بهير څاري په لوړو سياسي دندو گومارل کېږي. ورځپاڼه وايي لوېديځوال چارواکي نړيوال بسپنه ورکوونکي هم پړه بولي چې دغو ټاکنو لپاره لگښت ورکوي.

يوۀ لوېديځوال چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط چې ملگري يې خپه نشي ورځپاڼې ته ويلي بسپنه وال هېوادونو دغه حالت لار هوار کړې ځکه د ناسمو کړنو څرگند شواهد، سم نه حساب ورکونه او کم تيارى يې له پامه غورځولى.

گلف نيوز ورځپاڼې دوبۍ کې د يوې هندي توکمې جوړې محاکمې ته کتنه کړې. د دغه ٢٩ کلن سړي او د هغې د ٢٨ کلنې مېرمنې محاکمه ځکه روانه ده چې ادعا کېږي دوى د دغه سړي مور ربړولې او له لوږې يې وژلې.

ورځپاڼه وايي دې ښځې سره ځکه دغې جوړې داسې چلند کړى چې هغې د خپلې لمسۍ له ساتنې انکار کړى و. د مړې شوې ښځې وزن ٢٩ کيلوگرامو ته کم شوى و. د ښځې پر بدن د سوځېدو نښې او څو هډونه يې مات شوي و.

محاکمه

د عکس سرچینه، .