پاکستان: د افغان کډوالو پاتې کېدو پر نېټه لا هم هوکړه نه ده شوې

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت

په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمشنرۍ استازي لا هم کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي، چې پاکستان کې د افغان کډوالو پاتې کېدو نېټه تر څه مهاله وغځوي.

اوسمهال په دغه هېواد کې د افغان کډوالو پاتې کېدو وروستۍ نېټه د روانې جون میاشتې دېرشمه ده. د پاکستان سرحدي چارو وزیر شهریار اپریدي دغې غونډې ته وویل، لوی هدف د دغې نېټې غځولو پر ځای د باور جوړول دي:

''یاد لرئ چې مهم هدف د نېټو غځول نه دي، بلکې د باور فضا رامنځته کول دي. اصل کار دا دی لکه اوس چې تاسې له افغان وزیر څخه وپوښتل چې دوی په دې لړ کې څه کړي دي او هغه بېرته مفصل معلومات درکړل. موږ د یوه مسوول هېواد په توګه تر ۴۰ کلونو پورې د دوی خدمت وکړ او پر هیچا مو هم احسان نه دی کړی ''

که څه هم دا وروستیو کې د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د پاکستان مرکزي حکومته غوښتي و، چې د هلته مېشتو افغان کډوالو د پاتې کېدو نېټه نوره و نه غځوي، خو د پاکستان سرحدي چارو وزیر شهریار اپریدی نننۍ غونډې ته وویل، دا پرېکړې د ایالتي حکومتونو پر ځای مرکزي حکومت کوي او ایالتونه به یې مني.

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان چارواکي وايي، سلګونه زره کډوال ستانه شوي دي

غونډې ته وینا کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو افغان وزیر سید حسین عالمي بلخې وویل، له بېلا بېلو هېوادونو دا وروستیو کې سلګونه زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.

''له ٢٠٠۲ کاله راپديخوا نهه اعشاريه شپږ ميلونه کډوال او پنا ه غوښتونکي راستانه شوي او په ټولنه کي مدغم شوي دي. ''

نوموړی زیاتوي، حکومت هڅه کوي د پاتې کډوالو ستنېدو لپاره هم زمینه برابره شي. له دې یوه ورځ مخکې له پاکستاني او افغان چارواکو سره د ایران کورنیو چارو مرستیال وزیر هم په دې خبرو کې ګډون کړی و. د سرچینو په وینا هغه غونډې کې پر دې بحث شوی چې څنګه سلګونه زره افغان کډوال په خپله خوښه هېواد ته ستانه شي.