ملګري ملتونه: په نړۍ کې له ۷۰ میلیونو ډېر کسان بې ځایه شوي دي

د عکس سرچینه، Reuters
د ملګرو ملتونو کډوالو چارو مسوولین وايي، تېر کال په ټوله نړۍ کې د هغو کسانو شمېر ۷۰ میلیونو ته رسېدلی چې له جګړو، کړکېچونو او بې محاکمې د وژل کېدو له ډاره له کور - کلي تښتېدلي دي.
دغه اداره وايي، دا شمېر په تېرو ۷۰ کلونو کې چې دوی فعالیت کوي، تر ټولو ډېر دی. د ادارې په کلني رپوټ کې ویل شوي دي د اویا اشاریه اته میلیونو بې ځایه شویو کسانو شمېر د وړم کال پرتله هم دوه اعشاریه درې میلیونه ډېر دی.
دغه راز ویل شوي دي، اوسنی شمېر د ۲۰ کاله مخکې پرتله دوه برابره ډېر شوی دی. له ۱۹۵۱ راوروسته چې د کډوالۍ کنوانسیون له مخې د بې ځایه شویو کسانو شمېر ثبت کېږي، په ۱۹۹۲ کې د دغسې کسانو شمېر تر مخکې لوړ شو او ویل کېدل چې د نړۍ نفوس له هرو زره کسانو درې اعشاریه اووه بې ځایه شوي دي، خو په ۲۰۱۸ کې دغه شمېر له هرو زرو کسانو نهه اعشاریه درې ته وخوت.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو کډوالو چارو اداره وايي، د ۲۰۱۸ کال بې ځایه شویو شمېر ښايي نور هم زیات شي، ځکه د وینزویلا بې ځایه شویو خلکو یوازې یوه برخه شمېرې په اوسني رپوټ کې شاملې دي.
د هغو هېوادونو چارواکو په وینا چې له وینزویلا کډوال ورځي له دغه هېواده څلور ملیونه خلک تښتېدلي دي، چې تازه یې د کډوالو شمېر له پلوه لومړی ځای خپل کړی دی.
په رپوټ کې دغه کسان په دریو ډلو وېشل شوي دي.
لومړۍ ډله کډوال بلل شوي، چې له جګړو، بحرانونو او یا د وژل کېدو له وېرې له خپلو هېوادونو تښتېدلي دي. په ۲۰۱۸ کال کې د کډوالو شمېر ۲۵ اعشاریه نهه میلیونو کسانو ته رسېدلی چې د ۲۰۱۷ کال پرتله هم پنځوس زره ډېر دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دې کې پنځه اعشاریه پنځه میلیونه فلسطیني کډوال هم شامل دي. په همدې کال درې اعشاریه پنځه میلیونه کسان د پناه په لټه کې له هغو سیمو وتلي چې پکې زېږېدلي وو.
دا کسان که څه هم نړیوال ملاتړ لري، خو ویل کېږي تر اوسه نه دي توانیدلي پناه ومومي. دریمه ډله په هېواد کې دننه کډوالۍ ته اړشوي کسان دي چې د (ای ډي پیز) په نامه یاديږي او په نړیواله کچه د دوی شمېر ۴۱ اعشاریه درې میلیونه یاد شوي دی.
د ټولو کډوالو له دریو دوې برخې له سوريې، افغانستان، سویلي سودان، میانمار او سومالیا وتلي دي.
د شپږ اعشاریه اووه میلیونو کډوالو سره سوریه د هغو هېوادونو په لړ کې لومړی ځای لري چې ډېر کډوال لري او ورپسې افغانستان دی چې دوه اعشاریه اووه میلیونه اوسېدونکي یې کډوال دي.



















