ورځپاڼې: پر ‌‌‌‌‌‌ډيورنډ کرښه اغزن تار د خلکو ژوند ګډوډ کړی

د خپرېدو وخت

امريکايي لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې ليکلي پر ډيورند کرښې اغزن تار غځولو افغانستان او پاکستان کې د خلکو ژوند گډوډ کړى.

ورځپاڼه وايي د ډيورند کرښې افغان او پاکستاني غاړې اوسېدونکو پر ځمکو چې د کرښې دواړو غاړو ته غځېدلې کډ کار کاوۀ، د غنمو، جوارو او ورېجو کرکيله يې کوله.

د بيلتون کوم فزيکي جوړښت نه و. ورځپاڼې د سيمې د يوۀ کروندگر بېلگه راخيستې چې ځمکه يې د کرښې دواړو غاړو کې پرته ده.

دا کس چې سيد گل نومېږي اوس د اغزن تار د لگېدا له امله افغان غاړه کې خپلې ځمکې ته لاسرسى نلري او پاکستاني چارواکو ورته ويلي چې پاکستانۍ غاړه کې هم خپلو ځمکو ته ورنشي ځکه اغزن تار ته ډېر نژدې دى او که ورغى له مقرراتو سرغړواى دى. د ده ځمکه له يونيم کال راهيسې شاړه پرته ده.

سيد گل ورځپاڼې ته ويلي چې دوى هېڅکله دا کرښه د پولې په توگه په رسميت نه پېژني. ورځپاڼه وايي دا اغزن تار زرگونه کورنۍ چې سره گډ فرهنگ، ژبه او دين لري له يوۀ بله جلا کړې دي.

خو پاکستاني چارواکي وايي چې دا اغزن تار به د ترهگرو د تگ راتگ مخه ډب کړي. خو منتقدين يې وايي چې هغوى له دغو لارو تگ راتگ نه کوي.

فارېن پاليسي مجلې ليکلي چې د افغانستان هوا له جگړې هم وژونکې ده. ليکوال د گلوبل اېر بنسټ رپوټ ته اشاره کوي چې وايي ٢٠١٧ میلادي کال کې د ٢٦٠٠٠ افغانانو مړينې د هوا له ککړتيا سره تړاو درلود.

ملگرو ملتونو هم په همدې مهال افغانستان کې د شاه وخوا درې نيم زره وگړو مړينه چې وايي د هوا له ککړتيا د رامنځته شويو ناروغيو له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړى ثبت کړې.

د هوا د ککړتيا اصلي لامل دا ښوول شوى چې خلک په ژمي کې تودوخې لپاره پلاستيک زغال او او داسې نور شيان سوځوي.

فارېن پاليسي د هوا د ککړتيا يو بل لامل د بې کيفيته تېلو کارول بولي چې لسيزې وړاندې په لوېديځو هېوادونو کې منع شوي.