هغه یو شعار چې پاکستان کې یې پراخې ناندرۍ راپورته کړې

    • Author, عمار ابراهیم
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

کله چې رمیسا لاکهاني او راشده شبیر حسین پاکستان کې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت یوه لوحه رسموله، تصور یې هم نه کاوه چې په هېواد کې به څومره نیوکې پرې کېږي او د دوی دغه انځور به څومره تاوده بحثونه راپورته کړي.

د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت لاریون کې له ګډون یوه ورځ مخکې دې دواړو ۲۲ کلنو محصلینو کراچۍ کې د لوحو رسمولو او شعارونو لیکلو یوه غونډه کې ګډون کړی و.

دواړو غوښتل داسې نوي څه ولیکي چې د ډېرو خلکو پام ورواوړي او له دې مخکې داسې حیرانونکې خبره نه وي شوې.

هلته غونډه کې د دوی یوه بله ملګرې داسې ناسته وه، چې ځنګونونه یې نه وو سره لګېدلي او له همدې صحنې په الهام سره دوی دواړو دغسې یو انځور پر لوحه رسم کړ.

د رمیسا په وینا د ښځو لپاره د کېناستو څرنګوالی تل یوه مساله ده:

''موږ باید مودبه واوسو. باید تل مو دې ته پام وي چې د بدن کومه برخه مو ښکار نه شي. نارینه که هر ډول کېني، څوک ان ورګوري هم نه. ''

رمیسا پر دغه لوحه یوه داسې ښځه رسم کړې چې په بې شرمۍ سره په بې ادبه انداز پرانیستې ځنګونونه ناسته ده او د لمر مخنیوي عینکې یې پر سترګو دي.

ملګرې یې راشده بیا تر دې تصویر لاندې د شعار لیکواله ده، چې وايي، هغه حقیقت ته پام ورواړي چې ښځو ته ویل کېږي:

''داسې کېنه، داسې وګرځه او داسې خبرې باید وکړي. ''

د دوی په خبره همدې واقعیت ته په کتو سره یې د خپل انځور لپاره داسې تشریح غوره کړه:

''دغه ده، زه سمه کېناستم ''

دواړه نجونې د حبیب پوهنتون محصلینې دي او وايي، ''ګرانې ملګرې یو، ګډ خاندو او له یوې بلې هېڅ خبره نه پټوو. ''

دوی داړه د ښځو حقونو په اړه هم شریک نظر لري، چې وايي د جنسیت موضوع په اړه پر خپلو تجربو ولاړ دی.

د عورت مارچ په نامه دغه لاریون د دغه هېواد فېمنیسټ تحریک لپاره مهمه پېښه وه.

د ښځو مساوي حقونو برخه کې د نړیوال اقتصادي فورم ۲۰۱۸ کال درجه بندۍ له مخې پاکستان د ۱۴۹ هېوادونو نوملړ کې دویم تر ټولو ناوړه ځای بلل شوی دی.

د نړۍ یوازینی هېواد چې دغه نوملړ کې یې نوم له پاکستانه هم مخکې راځي، یمن دی.

پاکستانۍ ښځې پرلپسې د کورني تاوتریخوالي، په زور د ودولو، جنسي زور زیاتي له خطرونو سره مخامخ دي او یا د پت په نوم د وژنو قرباني کېږي.

رمیسا په دې باور ده چې په عورت مارچ کې د ۷۵۰۰ ښځو یو ځای کېدو محافظه کاران حیران کړي دي:

''د سړک پر سر په لوړ اواز دغو خبرو ځینې خلک ناارامه کړي دي. ځینې کسان داسې فکر کوي، چې دا له مذهب سره مخالفت دی، خو زه داسې څه پکې نه وینم، زه فکر کوم اسلام د ښځو پلویتوب کوي. ''

رمیسا وايي، له لاریونه کورته له ستنېدو مخکې پوه شوه، چې شعار او انځور یې پر خواله رسنیو لاس پر لاس کېږي.

د خواله رسنۍ یوه کاروونکي لیکلي:

''زه د خپلې لور لپاره داسې ټولنه نه غواړم. ''

یو بل پیغام بیا داسې دی:

''زه یوه ښځه یم، خو دغه څه چې وینم ښه احساس نه راکوي. موږ باید وښیوو چې له یوې اسلامي ټولنې سره تړاو لرو. ''

یوه بل پیغام بیا وايي:

''دا د ښځو ورځ وه، د شیشکو ورځ نه وه. ''

خو ځینو بیا د دغې لوحې پیغام ملاتړ هم کړی.

یوې ښځې لیکلي:

''زه نه پوهېږم ځینې خلک ولې د یوې لوحې له کبله غوسه دي، حال دا چې دوی باید پاکستان کې د ښځو حقونو تر پښو لاندې کېدل خواشیني کړي. ''

رمیسا وايي، ځینې خلکو چې دا یې پېژني پیغامونه ورته استولي چې وايي:

''ته د یوې درنې کورنۍ نجلۍ یې، باور مو نه کېږي چې داسې هم کولای شې. ''

رمیسا وايي، د کورنۍ ځینې غړو یې مور او پلار ته ویلي، چې نورو دغسې لاریونونو ته د تګ اجازه ور نه کړي، خو په وینا یې مور پلار یې د احتجاج ملاتړي دي.

بل لور ته د پاکستان مشهوره فېمنسټه لیکواله کشور ناهید وايي، د رمیسا او راشدې لوحه او یا دغه ډول نور شعارونه او لوحې ارزښتونو او دود دستور ته سپکاوی دی.

نوموړې وايي، هغه ښځې چې فکر کوي دغسې شعارونو سره به حقونه تر لاسه کړي، د هغو اورپکو په څېر غولیدلې دي چې فکر کوي د بې ګناه خلکو وژنې سره به جنت ته لار ومومي.

خو په ډان ورځپاڼه کې بیا لیکوالې سعدیه کهتري پر کشور ناهید نیوکه کړې چې فېمنسټ ځپي.