له 'اسلامي دولت' سره د تړاو په تور عراق کې ۱۵۰۰ ماشومان بندیان دي

په رپوټ کې راغلي، د ۲۰۱۸ کال په پای کې عراقي او کوردي چارواکو شاوخوا ۱۵۰۰ ماشومان له "اسلامي دولت" ډلې سره د تړاو لرلو په تور نیولي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په رپوټ کې راغلي، د ۲۰۱۸ کال په پای کې عراقي او کوردي چارواکو شاوخوا ۱۵۰۰ ماشومان له "اسلامي دولت" ډلې سره د تړاو لرلو په تور نیولي.
د خپرېدو وخت

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په عراق او د عراق په کوردستان کې له "اسلامي دولت" ډلې سره د تړاو لرلو په تور شاوخوا ۱۵۰۰ ماشومان بندي او ربړول شوي دي.

یاد سازمان په خپل رپوټ کې ویلي، تورن ماشومان معمولاً په بېلابېلو ځایونو کې نیول شوي او د اعتراف لپاره ربړول شوي هم دي.

دغه سازمان له عراقي او کوردي چارواکو غوښتي چې د دغو نیونو د کمولو لپاره د ترهګرۍ ضد قانون تعدیل کړي، ځکه چې په وینا یې د ماشومانو بندیانول او ربړول له نړیوال قانون سرغړونه ده.

د عراق او کوردانو حکومتونو تر اوسه د دغه رپوټ په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

کوردي حکومت وړاندې د بشري حقونو د څار هغه رپوټ رد کړی و چې ګني له "اسلامي دولت" ډلې سره د تړاو لرلو په تور نیول شوي ماشومان د اعتراف لپاره ربړول شوي دي.

په تېره جنورۍ میاشت کې یوه چارواکي وویل، د چارواکو سیمه ییز سیاست دا دی چې "دغه ماشومان په ټولنه جې جذب کړي، ربړونه بنده ده او له ماشومانو سره د نورو بندیانو په څېر معامله کېږي".

رپوټ کې څه راغلي؟

په رپوټ کې راغلي، د ۲۰۱۸ کال په پای کې عراقي او کوردي چارواکو شاوخوا ۱۵۰۰ ماشومان له "اسلامي دولت" ډلې سره د تړاو لرلو په تور نیولي.

د بشري حقونو د څار سازمان د عراقي حکومت له خولې ویلي، ۱۸۵ ماشومان له ترهګرۍ سره د تړاو لرلو په تورن نیول شوي او د بند حکم پرې ختلی.

رپوټ وايي، ځايي چارواکي:

  • معمولاً له "اسلامي دولت" ډلې سره د تړاو لرلو په شک ماشومان نیسي او محاکمه کوي یې
  • د اعتراف لپاره له ربړونې کار اخلي
  • د نا عادلانه او بېړنیو محکمو له خوا محاکمه کېږي
داعش

د عکس سرچینه، AFP

د بشري حقونو د څار ډلې د ماشومانو د حقونو د دفاع جو بیکر ویلي: "عدالت نه پلی کېږي او پایلې یې منفي وي".

رپوټ کاږي، په تېره نومبر میاشت کې د بشري حقونو د څار سازمان له هغو ۲۹ ماشومانو سره مرکې کړې، چې له "اسلامي دولت" ډلې سره د تړاو په شک نیول شوي.

۱۹ ماشومانو ویلي، دوی ربړول شوي، په پلاستیکي ډنډو وهل شوي او برېښنايي شاټونه ورکړل شوي.

یوه زلمي چې اولس کاله عمر لري، ویلي ان لس دقیقې هم راځړول شوی دی.

په راپور کې راغلي، ډېری ماشومانو ویلي، له ناچارۍ او د اقتصادي ستونزو او یا د کورنیو او خپلوانو د فشار له کبله له "اسلامي دولت" ډلې سره یوځای کېدو ته هڅول شوي.