'د ځمکې نیمايي وګړو شتمني د ۲۶ کسانو له شتمنۍ سره برابره ده'

د عکس سرچینه، Getty Images
آکسفام نړیوالې خیریه ټولنې ویلي، د نړۍ ۲۶ شتمنو کسانو شتمني د ځمکې د نیمايي وګړو له شتمني سره برابره ده. تر ټولو ډېر شتمن کس د امازون شرکت اجراییوي مشر جیف بیزوس ښودل شوی.
د آکسفام دا رپوټ په داووس کې د نړیوالې اقتصادي غونډې له جوړېدو مخکې خپور شوی، چې وايي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د میلیاردرانو شتمني د ۲۰۱۸ کال په هره ورځ کې ۲٫۵ میلیارد ډالره اضافه شوې ده.
دغې ټولنې پر حکومتونو غږ کړی چې د نابرابرښت مخنیوي لپاره پر شتمنو کسانو مالیه ډېره کړي.
آکسفام زیاتوي، په نړۍ کې تر ټولو شتمن کس د امازون شرکت مشر جیف بیزوس دی چې تېر کال یې شتمني ۱۱۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه.
رپوټ زیاتوي، د هغه یوازې یو سلنه شتمني په ایتیوپیا کې، چې د وګړو شمېر یې ۱۰۵ میلیون ته رسېږي، د روغتیا لپاره له ځانګړې شوې بودیجې سره برابره ده.
د آګسفام په رپوټ کې راغلي چې، د نړۍ ۳٫۸ میلیارد وګړو شتمني، چې د ټول ټال وګړو کابو نیمايي بې وزله برخه جوړوي، تېر کال ۱۱ سلنه راټیټه شوې ده.
په رپوټ کې دا هم راغلي چې د شتمنو او بې وزلو ترمنځ ډېرېدونکی واټن د بې وزلۍ ډېرېدو لامل ګرځي، اقتصاد ته زیان اړوي او عامه غوسه راپاروي.
د آکسفام اجراییوي مشر ویني پیانیما په یوه خبرپاڼه کې ویلي: ''په ټوله نړۍ کې خلک په غوسه او نهیلي شوي دي.''

د عکس سرچینه، Reuters
''شتمن او لوی شرکتونه له لسیزو راهیسې تر هغه څه ډېره کمه مالیه ورکوي چې دوی یې لري.''
دی وايي، د انسانانو له خوا لګښتونه د بې ښوونکي ماشوم او بې درملو درملتون په څېر دي.
د هغه په خبره، هره ورځ شاوخوا ۱۰ زره کسان سمو روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له کبله مري.



















