تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاریس د اوسمهالو هنرونو ګالرۍ ته د لوڅو خلکو تګ
د پله د توکیو اوسمهالو هنرونو ګالري په پاریس کې لومړنۍ ګالري ده چې د لیدلو لپاره یې لوڅ لغړ خلک ور تللی شي.
دې ګالرۍ ته د لوڅو خلکو تګ د شنبې په ورځ پیل شو.
نږدې ۱۶۱ لیدونکو د جامو بدلولو خونه کې کالې و اېستل او لوڅ ګالرۍ ته ننوتل.
خو دوی د نورو دودیزو لیدونکو له تګ مخکې دا کار وکړ.
د فرانسې د طبیعت پالو ټولنه دا پېښه د لوڅو خلکو لپاره ستر چانس بولي.
تېر کال هم په پاریس کې بوا د ونس (the Bois de Vincennes) پارک کې د لوڅو لپاره ځای بېل شوی و.
د فرانسې د لوڅو ټولنې د اړیکو مشر ژولین کلود پنه ګری له رویټرز خبري اژانس سره مرکه کې وايي:
"لوڅ پر هغو خنډونو، تابوګانو او فکر برلاسي کېږي چې تل یې په مخ کې خنډ و".
ځايي ورځپاڼه لي پاریس د لوڅو دا لیدنه د هغو ښځو او سړیو لپاره ستر بری بولي، چې د "ادم او حوا" په بڼه ښکاره شول.
یو لوڅ لیدونکی وايي، ښه وخت و او یو بل لوڅ سړی وايي: "له هنري اثارو په تېره مجسمو سره اړیکه بل ډول پېښه وه".
د ۲۳ کلن زدکوونکي مارتا په خبره، په ځینې خونو کې چې موسیقي وه، نو لوڅ داسې تلل لکه ګډېږي چې.