د صدام حسین کورنۍ د ملکیت ضبطولو حکم وشو

د عکس سرچینه، Getty Images
د عراق حکومت د دغه هېواد د پخواني ولسمشر صدام حسین، د هغه د کورنۍ د ټولو غړو او د بعث ګوند د پخوانيو زرګونو چارواکو د ملکیت ضبطولو حکم وکړ.
په دې نوملړ کې ۴۲۰۰ کسان راځي چې د عراق د پخوانیو چارواکو او خپلوانو د موندلو جرګه ګۍ برابر کړی دی.
د پخواني ولسمشر صدام حسین نوم د دې نوملړ په سر کې دی او زامن، لمسي او خپلوان یې هم پکې شته.
پر ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا په یرغل او د صدام حسین د واکمنۍ په پرځېدلو پسې د دغه هېواد چارواکو د بعث ګوند د پخوانیو مشرانو ډېر ملکیتونه ضبط کړل.
نوی حکم د دغو ملکیتونو پر ضبطولو نوې قانوني ټاپه بلل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د صدام د ترورزي علي حسن المجید نوم- چې په علي کمیايي مشهور و- دغه نوملړ کې شته.
هغه نږدې۳۰ کاله مخکې د عراق د کوردانو پرضد د کیمیايي برید د فرمان صادرلو په جرم پر۲۰۱۰ کال اعدام شو.
د عراق پخوانی مرستیال لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر طارق عزیز هم د دې نوملړ برخه دی.
هغه پر ۲۰۱۳ کال په مرګ محکوم او دوه کاله وروسته په بند کې مړ شو.
د نوموړي زوی زیاد عزیز- چې په اردون کې ژوند کوي- له فرانس خبري اژانس سره خبرو کې د عراق د حکومت دا ګام "د رایو ترلاسه کولو لپاره چل" بللی دی.


















