تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اولمپيک ژمنۍ سيالۍ او د شمالي کوريا پوځي پرېډ
شمالي کوريا د ژمنيو اولمپيک سياليو له پيلېدو وړاندې د خپل پوځ د ۷۰ کليزې په مناسبت پوځي پرېډ ترسره کړي دی.
دغه پوځي پرېډ معمولا په اپرېل مياشت کې کېږي، خو سږ کال د فبروۍ ۸ نېټه ورته ټاکل شوې ده.
د شمالي کوريا د پوځ بنسټ په ۱۹۴۸ کال کې اېښودل شوی، خو پوځي پرېډ هر کال د اپرېل پر ۲۵ نېټه ترسره کېږي.
د پرېډ له پيلېدو وړاندې د شمالي کوريا تلويزيون د دغه هېواد د پخوانيو مشرانو ويډيوګانې، طبيعي منظرې او تبليغاتي فلمونه خپاره کړل.
په دې وخت کې د پوځي پرېډ له امله شمالي کوريا له يو شمېر نيوکو سره مخ شوې ده، خو شمالي کوريا يې په ځواب کې ويلي "هېڅوک پر دوی د نيوکو حق نه لري".
د شمالي کوريا رودونګ سينمون ورځپاڼې د پرېډ په اړه ليکلي، "طبيعي ده چې هر هېواد د خپل پوځ جوړېدل مهم بولي او په خوښۍ يې لمانځي.
امريکا د شمالي کوريا د پرېډ په غبرګون کې ويلي، ښه به وه چې په ورته وخت کې داسې پرېډ نه وی ترسره شوی، په وينا يې، ټول پام بايد پر سپورتي سياليو ورټول شوی وای.
د جنوبي کوريا چارواکو تېره مياشت ويلي وو چې له پيونګيانګ سره نژدې ۱۳ زره پوځيان او ۲۰۰ پوځی وسايل ليدل شوي، داسې ښکاري چې شمالي کوريا د پوځي پرېډ تياری نيسي.
ځينې کسان وايي کېدای شي شمالي کوريا د لېرې واټن توغندي هم په دې پرېډ کې نندراې ته وړاندې کړي.