جورج کلوني ولې خپلو ملګرو ته یو یو میلیون ډالر ورکړل؟

جورج کلونی

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

له جورج کلوني سره ملګرتیا له خوښیو ډکه ده؛ په ځانګړې توګه اوس چې ښکاره شوې هغه خپل هر یوه ملګري ته د مننې په پار یو میلیون ډالر ورکوي.

"رانده ګیربر"، کلونه کېږي چې د جورج نژدې ملګری دی، هغه د "هېډلاینر" په مستندې خپرونه کې د ایم ایس این بي سي ټلویزون ته وویل، جورج دغه پیسې په ۲۰۱۳ کال کې خپلو ملګرو په ناڅاپي توګه ډالۍ کړي.

رانده له مشهورې ماډلې سینډي کرافورډ سره واده کړی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رانده له مشهورې ماډلې سینډي کرافورډ سره واده کړی

هغه د وتلي فلمي ستوري خبرې داسې په ډاګه کړې: "اوس زما لپاره دا ډېره مهمه ده چې ټول سره یوځای یو او زه کولی شم ستاسې ښېګڼې چې له ما سره مو کړي جبران کړم".

جورج کلوني په ۲۰۱۴ کال د بشري حقونو له فعالې او وکیلې امل علم الدین سره واده وکړ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جورج کلوني په ۲۰۱۴ کال د بشري حقونو له فعالې او وکیلې امل علم الدین سره واده وکړ

مشهور سوداګر او کومیډین رانده په دې مرکه کې وايي: "یوه ډله یو چې په ځان مو نوم "د هلکانو ډله" اېښی جورج ما او هلکانو ته وویل، د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر ۲۷ ماښام کې زما کور ته راشئ".

رانده زیاتوي، کله چې د جورج کور ته لاړو د هره یوه پر مېز یو یو پاکټ اېښودل شوی و:

"جورج موږ ته وویل واورئ، غواړم ټول پوه شئ چې ماته ډېر ارزښت لرئ او زما ژوند کې ډېر مهم یاستئ. زه چې لاس انجلیس ته درغلی وم، ستاسې کور کې وم او په ژوند کې ډېر نېکمرغه وم، له تاسو پرته ما ته تر دې ځایه رسېدل ممکن نه وو ".

جورج کلوني په ۱۹۹۴ کال په "اورژانس خونه" سریال کې کې لوبېدو وروسته مشهور شو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جورج کلوني په ۱۹۹۴ کال په "اورژانس خونه" سریال کې کې لوبېدو وروسته مشهور شو

رانده وایي: "چې پاکټونه مو وکتل په هر یوه کې یو میلیون ډالر نغدې پیسې وې.

موږ ۱۴ کسه وو هغه موږ ته یو یو میلیون ډالر راکړل موږ ټولو ټکان خوړلی و".

جورج کلوني د "سابربیکن" فلم له لوبغاړو مت دیمون او جولیان مور سره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جورج کلوني د "سابربیکن" فلم له لوبغاړو مت دیمون او جولیان مور سره

د رانده په وینا، جورج کلوني هغوی ته دا هم ویلي وه چې د هغوی د یوه کال مالیات یې هم ورکړي.

"سنډي ټایمز مجلې" د ۲۰۱۵ کال د شتمنو کسانو په نوملړ کې د جورج کلوني او د مېرمنې شتمني یې د ۱۶۴ میلیون او پینځه سوه زره میلیون ډالر په شاوخوا کې ښودلې وه.

ښایي د هغوی شتمني تر نن پورې لا ډېره شوي وي.

د روان ۲۰۱۷ کال په اوږدو کې جورج کلوني د خپل"کازامیګو" شرکت امتیاز چې له خپل ملګري رانده سره یې یو ځای بنسټ اېښی و، د ۷۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت وپلوره.