حامد مير: افغانستان کې د اورگاډي په تړاو ټويټ نه مې موخه ملنډې نه وې

د عکس سرچینه، FB
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
وتلى پاکستانى خبريال حامد مير وايي افغانستان کې د اورگاډي شتون په تړاو يې پر ټويټر د خپرې شوې ليکنې موخه ملنډې نه وې، بلکې غوښتل يې خوښي څرگنده کړي چې په دغه هېواد کې به ډېر ژر د اوسپنې پټلۍ وغځېږي.
ښاغلى مير چې په دې وروستيو کې يو شمېر نورو پاکستاني خبريالانو سره افغانستان ته تللى وو، وروسته له هغه پر خواله رسنيو د افغانانو سخت غبرگون سره مخ شو چې پر خپلې ټيوټر پاڼې يې په کابل موزیم کې د یوۀ زاړه اورګاډي ترڅنگ اخيستل شوى له دې ليکنې سره خپور کړ.
"چاویل په افغانستان کې اورګاډی نشته؟ دا دی د کابل میوزیم کې د اورګاډي يو انجن شته او افغانستان به ډېر ژر اورګاډی ولري."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
سلگونو کسانو د ښاغلي مير ټويټ په خواله رسنيو کې بيا شريک کړ، هغه يې پر افغانانو ملنډې وبللې او وې غانده.
خو ښاغلي مير له بي بي سي سره مرکه کې دغه انگېرنې رد کړې او وې ويل "افغانانو ډېره مینه راکړې او ان په لارو کوڅو کې به يې را سره له مینې ډک روغبړونه کول. هر چا چې به لیدم نو زما خال به يې پوښته. دغه ټويټ مې طنز نه، بلکې په دې هیله کړی، چې افغانستان به ډېر ژر اورګاډی ولري."
ښاغلي مير د افغانستان او پاکستان د اړیکو په تړاو پوښتنې په ځواب کې وویل:
"دواړو غاړو ته بې باوري شته، چې که له منځه یوړل شي، دواړه هیوادونه ښه گاونډيان کېداى شي؛. نوموړی وايي، پاکستاني واکمن باید د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکو کې د ډيلي رول له منځه وباسي، ځکه چې دده په خبره د یوه خپلواک هیواد په توگه افغانستان دا حق لري، چې له هر چا سره چې وغواړي، دوستي کولی شي او پاکستان باید په دې زړه تنګ نه کړي."
د ښاغلي مير دغه ټويټ ته سلگونو کسانو سخت ځوابونه وليکل.
د محمد هارون په نامه یوه کس ښاغلي میر ته لیکلي، چې کله پاکستان ته ستون شوې، نو هلته د قانون له وزارت سره یو عکس واخله او همدا جملې وکاروه، خو د اورګاډي ټکى په قانون بدل کړه.
افغان خبریال جاوېد همیم ښاغلي میر ته په ځواب کې لیکي "افغانستان اوس هم په بلخ کې اورګاډی لري، چې دغه هیواد له منځنۍ اسیا او چین سره نښلوي او ډېر ژره به نورو سیمو ته هم وغځېږي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د جبرایل وردګ په نامه یوه بل کس د خبریال حامد میر دې ټويټ ته ځواب ورکړی او ورته يې لیکلي "هغه هیواد چې څنګلوری يې د پاکستان په څېر وي، اورګاډي به يې خود په موزیم کې پراته وي."
د پاکستان پر همدې خبریال باندې د ۲۰۱۴م عیسوي په اپریل میاشت د پاکستان په کراچۍ ښار کې وسلوالو برید کړی و او سخت يې ټپي کړی و.




















