تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ځنکندن شېبو کې د ناروغې ښځې وروستۍ هیله پوره شوه
استرالیا کې ډاکټرانو د هغې ښځې وروستۍ هیله پوره کړه، چې غوښتل یې د ځنکندن پر مهال د سمندر غاړې ته لاړه شي.
د کوینزلنډ سیمې امبولانس خدمتونو هغه تصویر خپور کړی، چې په کې یو روغتیا پال د دغې ښځې د روغتون کټ څنګ ته ولاړ دی. ښځه او روغتیا پال داسې حال کې لیدل کېږي، چې هاروې بې له ساحله د سمندر اوبو ته ګوري.
ځايي افسرې هیلین ډونالډسن ویلي ناروغه د روغتون ځانګړي پام برخې ته لېږدول کېده، خو هیله یې وکړه، چې یوازې دا غواړي چې دا مهال د سمندر پر غاړه واوسي. هغې لیکلي:
''روغتیا پالانو همالته لنډ سمندر غاړې ته ستانه شول، چې ناروغه ښځه دا فرصت ومومي. اوښکې توې شوې او ناروغه ډېره خوشحاله وه. ''
نوموړې زیاتوي:
''کله داسې هم کېږي، چې د دارو درملو، ټریننګونو او وړتیاوو پر ځای یوازې خواخوږي ډېر توپیر رامنځته کوي. ''
د نوموړې دغه پیغام چې پر فېسبوک یې د چهارشنبې پر ورځ خپور کړی، له ۱۲۰۰۰ هم ډېر ځله شریک شوی دی.
پر ټویټر دغه معلومات د برسبین یوې ورځپاڼې د کوریر مېل خبریالې کات کایریاکوو خپور کړی او ځواب کې ورته لیکل شوي:
''څومره ښه کار شوی. موږ ټول پای لرو. هغه مهال کوچني شیان ډېر مهم وي. ''
ځینې نورو کسانو هم ورته تجربې شریکې کړې. جو لوریمر د استرالیا امبولانس ادارې په ملاتړ کاږي:
''یوه نژدې ملګرې مې واده کېده. د واده پر ورځ یې مور ولوېده، ځکه د سرطان ناروغه وه. روغتیا پالانو روغتون ته د هغې لېږدولو پر ځای نوموړې کلیسا ته یووړه او هلته یې پر اسټریچر څملوله، هغې د لور واده ولید او څو ورځې وروسته ومړه. ''
دغه پوسټ ته هم ۱۸۰۰ غبرګونونه ښوول شوي.
دغه مطلب د بي بي سي یو جي سي او خواله رسنیو ټیم روزینا سینې چمتو کړی دی.