"له ټرمپ نه له طالبانو سره د معاملې غوښتنه"

د خپرېدو وخت

د برېتانیا ګارډین ورځپاڼه په کابل کې د امریکایي پوهنتون د هغه استاد په اړه لیکنه لري چې تېر کال د وسله والو طالبانو لخوا وتښتول شو او تېره ورځ طالبانو په یوه خبرپاڼه کې وویل چې اوس یې روغتیایي وضعیت ښه نه دی.

ګارډین ورځپاڼه لیکي چې که څه هم طالبانو د پروفیسور کېون کېنګ د بد روغتیایي وضعیت خبره کړې ده خو په دې اړه یې کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

ګارډین وایي چې له پروفیسور کېنګ سره یو بل امریکایي وګړی ټیموټي ویکس هم یو ځای تښتول شوی و او تېر ځل دا دواړه کسان د طالبانو لخوا په خپره شوې یوه ویډیو کې راڅرګند شول.

ورځپاڼه زیاتوي چې په هغه ویډیو کې هم د دواړو حالت ښه نه مالومېده او له نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ نه یې غوښتنه کوله چې د دوی د خلاصون لپاره باید له وسله والو طالبانو سره معامله وکړي.

ګارډین لیکي چې دا دواړه کسان په قوي باور دا وخت د حقاني شبکې په بند کې دي.

طالبانو په اعلامیه کې نه دي ویلي چې د دې کسانو د خلاصون لپاره یې له امریکایي حکومته څه غوښتنې کړي، خو په هغه ویډیو کې چې په تېره جنورۍ میاشت کې خپره شوې وه، دې کسانو د زندانیانو د تبادلې خبره کړې وه.

پر پاکستان نور فشار

د دېپلومات مجلې د افغانستان په یوه شننه کې د افغانستان د ملي وحدت پر حکومت ځینې نیوکې کړي. په دې لیکنه کې استدلال شوی چې امریکا د افغانستان په اړه په خپله نوې ستراتیژۍ کې پر درییو ټکو ټینګار کړی.

لومړی دا چې د وسله والو طالبانو پر ضد دې پوځي عملیات پراخ کړای شي. دویمه دا چې پر پاکستان دې فشار ډېر شي چې د ترهګرۍ پر ضد په روانه جګړه کې صادقانه مرسته وکړي.

دریم ټکی یې دا دی چې هند ته د افغانستان په پوځي او سیاسي چارو کې تر پخوا ډېر رول ورکړل شي، خو لیکوال وایي تر دې هر څه یوه بله موضوع تر ټولو مهمه ده، او همدا په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ سبب هم ده.

هغه ستونزه دا ده چې په کابل کې اوسنی واکمن نظام په اصل کې کمروزی دی او امنیت او بهرني سیاست په اړه په حکومت کې د ننه همغږي نشته.

لیکوال وایي چې اوسنی نظام د ټولو ډلو او وګړو لپاره په بشپړه توګه د منلو نه دی، او په خاصه توګه هغه پخواني جنګسالاران یې مخالفت کوي چې اوس په سیاستوالو بدل شوي دي.

لیکوال وایي که امریکا رښتیا هم غواړي چې په افغانستان کې بریالۍ شي نو تر هر څه د مخه باید په کابل کې یو داسې ځواکمن مشر پيدا کړي چې پر ټول هېواد او ټولو ډلو کنټرول ولري.

ټیلګراف ورځپاڼه د هغه امریکایي پوځي په اړه لیکنه لري چې په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو منګولو ته لوېدلی و او بیا پنځه کال د دوی په بند کې و.

ورځپاڼه لیکي چې په امریکا کې دا مهال د تورن بو برګډال پر ضد په محکمه کې قضیه روانه ده او پر ده تور دی چې د دندې پر مهال یې بې پروایي کړې وه او له خپلې قرارګاه او ټولي څخه لېرې پاتې شوی و او همدا خبره د هغه د تښتول کېدو سبب شوه.

بو برګډال تېره ورځ له هغو امریکایي پوځیانو بښنه وغوښته چې د ده د لټون پر مهال ټپیان شوي وو.

نوموړي په محکمه کې وویل، د پنځه کلن بند پر مهال یې هره ورځ د ملامتۍ احساس کاوه چې هم خپله په جنجال اخته شو او هم یې د نورو امریکایي پوځیانو ژوند په خطر کې واچاوه.

نوموړي پرون دوه ساعته په محکمه کې خبرې وکړې او د بند د وخت کېسه یې وکړه.

بو برګډال وویل چې د بند پر مهال په یوه پنچره کې ساتل کېده، او څو څو ځله یې د تېښتې هڅه هم وکړه خو بریالی نشو.

ټیلیګراف ورځپاڼه د بو برګډال له قوله لیکي چې دی د طالبانو لخوا وهل ټکل کېده او تل په دې وېره کې و چې دی به ووژل شي.