"د اسامه بن لادن یو زوی د نړیوال ایتلاف په تر ټولو مهم هدف بدل شوی"

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت

ګلف نیوز:

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اسامه بن لاندې له خپل یوه زوی سره، چې لا له افغانستان وتلی نه و.

ګلف نیوز ورځپاڼه لیکي چې د القاعده ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادین- چې اوس اته ویشت کلن دی- د نړیوال ایتلاف د یوې ځانګړې عملیاتي ډلګۍ تر ټولو مهم هدف دی.

ورځپاڼه زیاتوي ګومان کیږي چې هغه به په سوریه کې وي او د هغه د مړي یا ژوندي پيدا کولو پسې د نړیوال ایتلاف ځواکونه هلې ځلې کوي.

په رپوټ کې ویل شوي چې اسامه بن لادن درې زامن لرل چې یو یې مړ شوی بل یې له پلار لار بیله کړې او یوه یې د هغه پر پل روان دی.

ډان:

پاکستانۍ ورځپاڼه ډان د دغه هېواد دپوځ د عامه اړیکو د ادارې په حواله لیکي چې په پام کې ده نن د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د پوځ مهمو جنرالانو ته افغانستان ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړي.

په پام کې ده چې په دې غونډه کې د هغو کورنیو او بهرنیو ګواښونو په اړه هم خبرې وشي چې پاکستان ور سره لاس او ګرېوان دی.

ورځپاڼه زیاتوي چې له پلاوي سره له ګډې ناستې وړاندې جنرال باجوه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یو په یو ځانګړې کتنه هم کړې ده.

ټایمز اف انډیا:

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان د پوځ لوی درستیز.

ټایمز اف انډیا ورځپاڼه لیکي چې له مزار شریف وروسته په پام کې ده چې روانه اونۍ د افغانستان د بل مهم ښار هرات او نوي ډیلي ترمنځ مخامخ الوتنې هم پيل شي.

له مرکز کابل وروسته په شمال کې مزار شریف دویم لوی ښار دی چې الوتنې ترې پیلېږي او له هغه وروسته په لوېدیځ کې هرات دریم لوی ښار بلل کېږي چې له هند سره به الوتنې ولري.

ګارډین ورځپانې لیکي په پام کې ده نن د برتانیا د کورنیو چارو وزیره امبر رډ د هغو نویو ګامونو په اړه معلومات ور کړي چې له مخې به یې په انټرنټ کې د ترهګريزو فعالیتونو اړوند توکو د کتلو، اوریدلو یا لوستلو له امله سزا ورکول کیږي.

ورځپاڼه زیاتوي د نویو قانوني حکمونو له مخې شونې ده هغه کسان چې د ترهګرۍ کړنو اړوند توکي پر انټرنټ په تکرار ګوري له بند سره مخامخ شي چې تر پنځلس کلونو پورې رسیږي.

ټیلیګراف:

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

ټیلیګراف ورځپاڼه لیکي یوې څېړنې ښودلې چې د ځیرک ټلیفون له لارې له ترلاسه شويو پيغامونو درې یې د موبایل لرونکو موډ خرابوي او د دوی په طبیعت بد اثر کوي.

په څېړنه کې پنځوس تنه چې زرګونه پيغامونه یې ترلاسه کړي دي تر څېړنې لاندې نیول شوي.

او پایله یې ښيي چې هغه پيغامونه چې د انسانانو فعالیت پورې تړاو نه لري، لکه د وای فای ساحې ته په داخلیدو ترلاسه کیدونکی پیغام او یا د ټلیفون نورې معمولي خبرتیاوې د ځیرک ټلیفون د کاروونکو پر طبیعیت او موډ تر نورو ډیر ناسم اغیز کوي.