تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د چین ولسمشر: له سرې کرښې د اوښتو اجازه نه ور کوو
د چین ولسمشر خبرداری ور کړی، هېواد به یې ټولې هغه ننګونې له منځه یوسي چې له امله یې پر هانکانګ د بیجینګ د حاکمیت مسله تر پوښتنې لاندې راشي.
"شيجین پینګ" چې د برتانیا له خوا چین ته د هنکانګ د سپارلو په شلمه کلیزه کې خبرې کولې، وویل، د چین د مرکزي دولت د واکونو پر وړاندې خنډونه جوړول، له سرې کرښې د اوښتلو په مانا ده او چین د داسې یوه کار اجازه نه ور کوي:
"هنکانګ تر بل هر وخت ډېره ازادي لري، اجازه نه ور کوو چې ملي حاکمیت له خطر سره مخامخ او د مرکزي دولت او هانکانګ قوانین وننګول شي."
په ۲۰۱۲ کال کې چې "شيجین پینګ" د چین واکمني تر لاسه کړې، هنکانګ ته یې دا لومړی سفر دی، خو لیدنه یې بې تاوتریخوالي نه وه.
د هنکانګ ډیموکراسۍ پلوه ډلې د مرکزي دولت له پلویانو او پولیسو سره په اخ و ډب کې ښکېلې شوې چې یو شمېر کسان یې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
د زیاتو امنیتي تدابیرو له امله د ښار پر یو شمېر سیمو کې تګ راتګ بند دی.
هنکانګ له جزیرو جوړ ښار دی چې تر ۱۹۹۷ کاله پورې د برتانیا مستعمره وه.
هنکانګ په ۱۸۴۰ کال کې د برتانیا تر حاکمیت لاندې وه، خو په ۱۸۹۸ کال کې د برتانیا او چین تر منځ هوکړه وشوه چې له مخې یې هنکانګ د ۹۹ کلونو لپاره برتانیا ته په اجازه ور کړل شو.
چین په ۱۹۹۷ کال کې له برتانیا څخه هانکانګ بېرته تر لاسه کړ.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، هنکانګ د (یو هېواد، دوه نظامونه) سیاست له مخې اداره کېږي.