تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تښتېدلی بندي له ۳۲ کلونو وروسته ونیول شو
یو امریکایی بندي چې له څه باندې ۳۰ کلونو راهیسې له ارکانزاس زندانه تښتېدلی و، د ارکانزاس ایات شمال لوېدیځ سپرینګدیل ښار کې بېرته ونیول شو.
ستیون دیشمن چې اوس ۶۰ کلن دی، په ۱۹۸۵ کال هغه مهال چې د غلا په جرم په اوه کاله بند محکوم شوی و، له ارکانزاس زندانه وتښتېد.
هغه په ۱۹۸۴ کال په بند محکوم شوی و، که زندان کې پاتې شوی وای ښايي د ۱۹۸۷ دسمبر میاشت کې د بښل شوو لست کې راغلی وای.
د ارکانزاس ایالت د زندانونو چارو یوه چارواکي د ښاغلي دیشمن له بېرته نیول کېدو وروسته وویل، هغه باید زندان کې د بند پاتې موده تېره کړي.
پردې سربېره، هغه ښايي له زندانه د تښتېدو په جرم څو کاله نور هم بندي شي.
ارکانزاس زندان لاهم د هغو څلورو نورو بندیانو د موندلو لټه کې دی چې په تېرو څو کلونو کې یې له دې زندانه پښې سپکې کړې دي.