تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
درې کلن ماشوم، د لومړي وزیر دفتر کې
د کاناډا لومړی وزیر جاسټین تروډو، خپل درې کلن زوی له ځان سره دفتر ته بېولی دی.
نوموړی په دې کار د نړۍ مشرانو ته ښيي چې څنګه د خلکو په زړونو کې ځای ومومي.
هیڅ کاري مصروفیت د ښاغلي تروډو او د هغه د زوی د ساتېرۍ مخه نه شي نیولی.
که نوموړی د خپل ګوند له غړو سره لیدنه لري، که عامو خلکو ته وینا کوي او که د پوهنتون له استادانو سره ګوري، خو هرومرو له خپل زوی سره د لوبو وخت پیدا کوي.
یوازې د هغه او د زوی تازه خپاره شوي انځورونه یې نه دي چې په خپرېدو یې د نړیوالو پام د دغه ۴۵ سیاستوال پر لور شوی، بلکې په تېر کې یې هم ځینې کارونه کړي چې د ښاغلي تروډو پلویانو پرې خوښي ښودلې وه.
د بېلګې په ډول هغه د همنوږو (همجنسګرایانو) په یوه لاریون کې برخه واخیسته او همدارنګه یې په ډاګه ویلي، فیمنیسټ دی.