تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عکاسې د خپل مرګ د شېبې انځور اخیستی
امریکايي پوځ د یوې عکاسې په لاس له چاودنې اخیستل شوي هغه انځورونه خپاره کړي چې پخپله عکاسه او څلور افغان ځواکونه په کې وژل شوي وو.
متخصصه هلیډا کلیټن د ۲۰۱۳ د جولای پر دویمه د څلورو افغان سرتېرو پر روزلو بوخته وه چې د هاوان مرمۍ پرې وچاودېده.
امریکايي پوځ یاده چادونه کې د هغه وژل شوي افغان سرتېري په لاس اخیستل شوی انځور هم خپور کړی چې اغلې کلیټن په فوټوژورنالیزم کې روزلی و.
پېښه د افغانستان په ختیځ لغمان ولایت کې رامنځته شوې وه.
یاد انځورونو په 'مليټري ریویو ' مجله کې خپاره شوې دي.
د امریکا پوځ له انځورونو سره لیکلي: "د کلیټن مړینه د دې ښکارندويي کوي چې په کړکېچنو حالاتو کې سرتېرې ښځې د مورچلو له نارینه ملګرو سره اوږه پراوږه د روزنې او جګړې دنده تر سره کوي. "
انځورونه د اغلې کلیټن د کورنۍ په خوښه خپاره شوي دي.
پوځ ویلي، کلینټون پخپلو هڅو سره نه یوازې د افغانستان او امریکا د ملګرتیا پیاوړتیا ثابته کړه، بلکې پخپله یې هم خطر پر غاړه واخیست.
د پوځ د بصري معلوماتو یاده متخصصه د متحده ایالتونو د جورجیا ایالت اوسېدونکی وه.
د امریکا پوځ د یادې عکاسې په نامه یو مډال هم حک کړی دی.
د امریکايي سرتېري باید لومړی د خپلو تخنیکي او فزیکي مهارتونه له پنځه ورځنۍ ازموینو تېر شي چې انځورونه یې د هیلدا کلیټن جایزې تر لاسه کولو ته ونومول شي.
د پوځ یو عکاس او نور د سرتېرو د دروني ژوند او د جګړې د بشري زیان جاج!.