۱۲ کلن ماشوم له ۱۳۰۰ کیلومتره موټر چلولو وروسته پولیسو نیولی

د عکس سرچینه، Getty Images
استرالیا کې یو ۱۲ کلن ماشوم له ۱۳۰۰ کیلومتره موټر چلولو وروسته د پولیسو لخوا نیول شوی دی. په ظاهره داسې معلومېږي، دغه ماشوم غوښتل د استرالیا له یوه سره تر بله موټر وچلوي.
دغه ماشوم نیو ساوت ویلز کې د پولیسو ګزمې له هغه وروسته درولی، چې دوی ولیدل د موټر بمپر یې پر ځمکه لګېده. پر یکشنبې د دغه ماشوم مور، پلار هغه د پولیسو له مرکزه ځان سره بیولی.
دوی د ماشوم بې درکۍ خبر پولیسو ته له مخکې ورکړی و. دغه سلګونه کیلومتره لار، چې ماشوم پرې سفر کړی، د استرالیا له شنو کروندو او میداني سیمو تېرېږي او تر پرت ښاره پورې دغه ټوله لاره له درېدو پرته تر ۴۰ ساعتونو پورې وخت نیسي.
ځايي رسنۍ وايي، تر ډېره حده ځکه پر دغه ماشوم شک نه دی شوی، چې له خپله عمره ډېر معلومېږي.
د یوه ځايي پټرول پمپ مزدورانو ویلي دوی پر دغه ماشوم د ۱۹ یا ۲۰ کلن زلمي ګومان کاوه. پولیس هم ویلي د ماشوم ونه نژدې شپږ فوټه یا یو اعشاریه اته سانتي مترو ته رسېږي.
یو پولیس افسر کیم فیهون ویلي، ماشوم د کورنۍ موټر کې له کوره وتلی و او خپلوانو یې سملاسي پولیس ته د هغه بې درکۍ په تړاو ویلي و. ځايي چارواکو بي بي سي ته ویلي، ښایي کم عمرۍ کې د موټر چلولو په تور دغه ماشوم جریمه شي.


















