تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائیل: حزب الله خپل قومندان مصطفی بدرالدین 'پخپله وژلی'
د اسرائیلو پوځ ویلي، استخباراتي معلومات یې ښيي، چې د حزب الله ډلې یو پخوانی وتلی قومندان مصطفی بدرالدین تېر کال سوریه کې د حزب الله د کسانو له خوا وژل شوی دی.
د اسرائیلي پوځ یوه جګړهن ګادي ایزینکوټ د عربي رسنیو هغه رپوټونه سم ګڼلي چې ګني حزب الله غوښتل له مصطفی بدرالدین ځان خلاص کړي.
ایزینکوټ وايي، د اسرائیلو استخبارات دې پایلې ته رسېدلي چې بدرالدین د هغه پلان پایله کې ووژل شو، چې په سوریه کې د حزب الله ډلې اړوندو کسانو ورته جوړ کړی و.
نوموړی وايي، د اسرائیلو استخباراتو داسې معلومات ترلاسه کړي، چې ګني ''د حزب الله ډلې منځ کې درز په ډېرېدو دی. ''
بدرالدین د سوریې پلازمېنې دمشق ته څېرمه چاودنه کې ووژل شو. هغه مهال حزب الله وویل، نوموړی د اسلامپالو جنګیالیو ډلو له خوا وژل شوی.
بدرالدین له ۲۰۱۱ کال راهیسې سوریه کې د حزب الله ډلې ټول بریدونه مهار کول چې په جګړه کې د هغه تر لاس لاندې لسګونو زرو جنګیالیو برخه درلوده.
عربي رسنیو څو اونۍ وړاندې وویل، د بدرالدین د وژلو لپاره پخپله د حزب الله مشر حسن نصرالله امر ورکړی او پلان جوړ کړی و.
یادو سرچینو ویلي، حسن نصرالله د ایران د انقلابي ګارد د اړوند قومندان قاسم سلیماني تر فشار لاندې و. قاسم سلیماني په سوریه او عراق کې د دغې ډلې پوځي فعالیتونه مخته وړل.
د اسرائیلو استخبارات وايي، بدرالدین له قاسم سلیماني سره د سوریې خاوره کې د دواړو غاړو د عملیاتو په تړاو ډېر اختلاف درلود.
بدرالدین دمشق هوايي ډګر ته څېرمه د حزب الله یوه اډه کې چاودنه کې ووژل شو. له چاودنې سم لاسي وروسته د لبنان ''میادین'' تلوېزیون یو خبر خپور کړ، چې ګني ۵۵ کلن قومندان د اسرائیلي جنګي الوتکو په برید کې ووژل شو.
بیا وروسته، د حزب الله ''المنار'' تلوېزیون د حزب الله یوه خبرپاڼه خپره کړه، او د بدرالدین وژل کېدل یې تایید کړل، خو اسرائیلو ته یې هېڅ نژدې یا لیرې اشاره ونه کړه.
بدرالدین د حزب الله د مخکیني مشر عماد مغنیه د تره زوی و. مغنیه په ۲۰۰۸ کال دمشق ک موټربم برید وواژه.
پر بدرالدین د هاګ محکمې له خوا تور و، چې په ۲۰۱۱ کال یې د لبنان د مخکیني ولسمشر رفیق الحریري په وژلو کې لاس درلود، او محکمې نوموړی د دغې وژنې ''اصلي طراح'' بللی و.
رفیق حریري د ۲۰۰۵ کال فبرورۍ میاشت کې بیروت کې د یوې لویې موټربم چاودنې پایله کې ووژل شو.
مصطفی بدرالدین په ۱۹۶۰ میلادي کال کې زېږېدلی او ځېنو سرچینو هغه د حزب الله عمومي قومندان معرفي کړی دی. د ایران ایرنا خبري اژانس ویلي چې بدرالدین په حزب الله کې ځانګړی موقف او مخینه لرله او له هغه یې همداراز د عماد مغنیه د ځایناستي په توګه یادونه کړې ده.