رابرټ هار ورډ د ټرمپ د ملي امنیت سلاکارۍ دنده ونه منله

ق

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ټاکلې وه، چې رابرټ هار ورډ د مایکل فلین ځایناستی شي
د خپرېدو وخت

د رپوټونو له مخې مرستیال سمندرمشر یا امیرالبحر رابرټ هار ورډ د ملي امنیت سلاکارۍ دندې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړاندیز ونه مانه.

ټاکلې وه، چې رابرټ هار ورډ د مایکل فلین ځایناستی شي، چې په واشنګټن کې د روسیې له سفیر سره د اړیکو له ډاګیزېدلو وروسته یې له دندې استعفا ور کړه.

هار ورډ په ځوانۍ کې او د محمد رضاه شاه پهلوي د واکمني پر مهال په ایران کې ژوند کاوه. پلار یې د امریکا د سمندري ځواکونو چارواکی او په ایران کې یې دنده درلوده.

په سپینه ماڼۍ کې یوه چارواکي له نومښودنې پرته اې اېف پي اژانس ته ویلي، چې ښاغلي هار ورډ د کورنیو ستونزو له امله له دې دندې ډډه وکړه.

خو امریکايي رسنۍ وايي، رابرټ هار ورډ د دې دندې د منلو لپاره دا شرط کړې وه، چې خپله ډله به هم ور سره راولي، خو سپینې ماڼۍ یې دا غوښتنه ونه منله.

رابرټ هار ورډ دا مهال په اوبو ظبۍ کې د لاک هېډ مارټن په نوم د امریکايي دفاعي قراردادیانو مشر دی.

له هار ورډ وروسته د ملي امنیت سلاکارۍ دندې لپاره ډیویډ پټریاس او کیت کیلاګ په هغو کسانو کې غوره نومونه دي چې دې دندې ته به وړاندیز شي.

د امریکا حکومت کې د "ګډوډي" خبرې

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ویل کېږي، ډیویډ پټریاس(کیڼ) او کیت کیلاګ به د ملي امنیت سلاکارۍ دندې ته وړاندیز شي.

مرستیال سمندر مشر هار ورډ په داسې مهال له سپینې ماڼۍ سره له یو ځای کېدلو ډډه کوي، چې ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په ورخ په خبري غونډه کې رسنۍ په درواغ ویلو تورنې کړې او دا یې ونه منله چې په حکومت کې یې "ګډوډي" ده.

"دا حکومت د ښه جوړ شوي موټر په څېر کار کوي".

د چهارشنبې په ورځ انډرو پوزډر- چې ډونلډ ټرمپ د کار وزارت لپاره وړاندیز کړی و- له دې دندې ډډه وکړه.

رپوټونه وايي، په مشرانو جرګه کې د جمهوريپالو د مخالفت له امله نوموړی ډډې ته شو.

ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د ملي امنیت مستعفي سلاکار ښه شخص وباله او ویې ویل، چې دغه متقاعد جنرال بې قانونه کار نه دی کړی.

په وروستیو ورځو کې نیوکه کوونکو د ښاغلي فلین استعفا او د روسیې په اړه د ډونلډ ټرمپ دریځ د خپلو نیوکو لپاره ښه موضوع ګرځولې ده.

خو ډونلډ ټرمپ وايي، دا به ډېر ښه ګام وي چې امریکا له روسیې او یا له چین او جاپان او یا هم بل هر هېواد سره ښه اړیکي ولري.

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو هم ویلي، چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ د ځینې مسلو سره سره د همکارۍ امکان شته.

ر

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، ډونلډ ترمپ په خپل حکومت کې د ګډوډۍ اوازې ردوي او رسنۍ پر درواغ ویلو تورنوي.