تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: افغان لوبډلې دریمه لوبه بنګله دېش ته وبایلله
افغان کرېکټ ملي لوبډلې خپله درېمه یو ورځنۍ لوبه د اوو ویکټو په توپیر وبایلله.
افغان لوبډلمشر د لوبې پچه یا ټاس وګاټه او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
د افغان لوبډلې د توپ وهنې پیل ښه نه وو او د سر درې لوبغاړي یې په داسې حال کې له لاسه ورکړل چې یوازې ۱۴ منډې یې جوړې کړې وې.
افغانستان د خپلو لسو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره بنګله دېشي لوبډلې ته ۱۲۷ منډې هدف وټاکه.
د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې عظمت الله عمرزي ۵۶ او حشمت شهیدي ۲۲ منډې وکړې.
د بنګله دیش لوبډلې توپ اچونې پیل ښه و او ژر ژر یې افغان لوبغاړي اوټ کړل.
د بنګله دېش له لوري شریف الاسلام ۴، تسکین احمد او تیج الاسلام دوه دوه لوبغاړي، شکېب الحسن او مهدي حسن مرزا یو- یو لوبغاړی وسوځاوه.
داسې فکر نه کېده چې افغان لوبډله به لوبه تر ډېره ونه شي غځولی، خو پر ویشتنځای د عظمت الله عمري تر ډېره درېدو او له نورو لوبغاړو سره ملګرتیا لوبه تر ۴۶ اووره وغځوله.
په نننۍ لوبه کې ستر بدلون یو ځل بیا د راشد خان نه شتون وو. دغه راز سلیم صافي ته هم په نننۍ لوبډله کې ځای نه و ورکول شوی.
د دوی پر ځای عبدالرحمن او ضیا اکبر په لوبډله کې ځای شوي وو.
د افغان لوبډلې توپ اچوونکو له ډلې فضل الحق فاروقي د سیالې لوبډلې دوه او محمد نبي یو لوبغاړی وسوځاوه.
بنګله دېشي لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۲۴ اوور کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.
د دغې لوبلړۍ دوه لومړۍ لوبې افغان لوبډلې ګټلې وې او وار دمخه یې جام په خپل نوم کړی دی.
ټاکل شوې ده د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ دوه شل اوریزې سیالۍ د جمعې په پیل شي.
لوبه کې راشد خان نشته
په نننۍ لوبه کې ستر بدلون یو ځل بیا د راشد خان نه شتون وو. دغه راز سلیم صافي ته هم په نننۍ لوبډله کې ځای نه دی ورکول شوی.
د دوی پر ځای عبدالرحمن او ضیا اکبر په لوبډله کې ځای شوي دي.
دا لوبلړۍ، چې د بنګله دېش په کوربتوب د دغه هېواد په دویم ستر ښار چټوګرام کې کېږي، وار له مخه افغانستان دوه - صفر ګټلې ده.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې، چې د باران له کبله بشپړه نه شوه، بنګله دېش ته د 'ډي اېل اېس' مېتود له مخې په ۱۷ او دویمه لوبه کې په ۱۴۲ منډو نسبتا ستره ماته ورکړه.