تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حمید حسن د کرېکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی ټاکل شوی
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی حمید حسن د دغه هېواد د ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکي په توګه ټاکل شوی او د یوه لوبغاړي په توګه له لوبیدو یې استعفا کړې ده.
د افغانستان کرېکټ بورډ نن د یوې خبرپانې په خپرولو د دې نوي مقری خبر خپور کړی.
حمید حسن بیا پخپله فېسبوکپاڼه لیکلي "نن مې ډېره لویه پرېکړه وکړه او هغه دا چې ل نړیوال کرېکټ سره مخه ښه کوم خو یوه بل مسولیت ته مې اوږه ورکړه چې د هېواد راتلونکی پکې پروت دی."
هغه لیکلي "له نن نه وروسته به د افغان لوبډلې د توپ اچونې روزونکي په توګه دنده ترسره کوم."
د کرېکټ د مشهورې وېبپاڼې کرېک انفو د معلوماتو له مخې حمید حسن د افغانستان په ګټه ۳۸ یو ورځنۍ، شاوخوا ۷۰ شل اویزه او ۵۵ اې لېست لوبې کړي.
هغه په افغان لوبډله کې تر ټول اغېزناک او مشهور چټک توپ اچونکی و چې له ټپي کیدو وروسته یې تر اوږدې مودې په لوبډله کې تشه حس کیده.
هغه په ۲۰۰۷م کال کې لومړۍ افغان لوبغاړی شو چې د کرېکټ په کور لارډز لوبغالي کې د اېم سي سي لوبډلې په ګټه لوبیدلی.
حمید حسن د افغانستان په استازولی لومړۍ لوبه په ۲۰۰۹ کال کې د سکاټلېنډ خلاف وکړه او بیا ۲۰۱۹ نړیوال جام کې د پاکستان خلاف وروستۍ پنځوس اوریزه سیالۍ کې ولوبید بیا د ټپونو له کبله ډېر وخت له لوبډلې کېښنول شوی و.
وروستۍ ځل د نېوزېلانډ خلاف په کال ۲۰۲۱م کال نومبر میاشت کې په یوه شل اوریزه لوبه کې هم ولوبید او تر ډېره یې خپل کریر ساتلی .
هغه په یوه لوبه کې په زنګون سخت ټپ وخواړه له همدې کبله وخت نا وخت د اړتیا پر مهال د ملي لوبډلې برخه وه.