عمر ګل د افغان کرېکټ لوبډلې د توپ اچونې روزونکی شو

د خپرېدو وخت

افغان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د پاکستان پخوانی تېز توپ اچوونکی عمر ګل یې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره د بالېنګ یا توپ اچونې د روزونکي په توګه ټاکلی.

دی به زیمبابوې سره د افغان لوبډلې د لوبو له لړۍ وړاندې خپله دنده پیلوي.

عمر ګل تېره میاشت دوبۍ کې د افغان ملي لوبډلې روزنیز کمپ پر مهال لنډ مهال لپاره د توپ اچونې روزونکی ټاکل شوی و.

پر ده سربېره د بیټېنګ په برخه کې د پاکستان پخوانی توپ وهونکی یونس خان هم په لنډ مهاله تړون د بیټېنګ روزونکی ټاکل شوی وو.

افغان کرېکټ بورډ اوس ویلي چې ښاغلي ګل ته یې دایمي تړون ورکړی.

په یوه اعلامیه کې افغان کرېکټ بورډ زیاته کړې: "د روزنیز کمپ پر مهال د عمر ګل اغېز او د توپ اچونې په برخه کې د روزونکي اړتیا ته په کتو مو پرېکړه وکړه چې ښاغلي ګل ته د دایمي تړون وړاندیز وکړو."

د عمر ګل لوبیز ژوند

عمر ګل د پاکستان ملي لوبډلې یو له پیاوړو او بریالیو توپ اچوونکو ګڼل کېده.

ده په خپل لوبیز ژوند کې په ۱۳۰ نړیوالو لوبو کې د پاکستان استازیتوب کړی او ۱۷۹ لوبغاړي یې سوځولي وو.

دی د پاکستان لپاره په ۴۷ نړیوالو ټېسټ او ۶۰ شل اوریزو لوبو کې هم لوبېدلی وو.

ده په خپل لوبیز ژوند کې ټولټال ۴۲۷ لوبغاړي سوځولي وو.

د روزنې په ډګر کې دا په نړیواله کچه د عمر ګل لپاره نوې تجربه ده او لومړی ځل دی چې د ای سي سي یا کرېکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې روزونکی ټاکل کېږي.

زیمبابوې سره د افغانستان د لوبو لړۍ

افغان کرېکټ لوبډله نن (مې ۲۵) د زیمبابوې پر لور وخوځېده.

هلته به له یوه لنډ روزنیز کمپ وروسته زیمبابوې سره په یو ورځنیو او نړیوالو شل اوریزو لوبو کې سیالي وکړي.

د زیمبابوې پر وړاندې د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو دا لړۍ مهمې دي ځکه یو ورځنۍ لوبې د کرېکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ برخه دي چې ۲۰۲۳ کال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې بهیر کې مهم رول لري.

شل اوریزې لوبې هم د دغو سیالیو راتلونکي جام ته د لارموندنې په درجه بندۍ کې شمېرل کېږي او پایلې به یې د درجه بندۍ په جدول اغېز ولري.

افغان لوبډله پخوا هم د زیمبابوې پر وړاندې ډېره لوبېدلې او ښې پایلې یې لرلي. بې له شکه د لوبو دې لړۍ کې به افغان لوبډله هڅه کوي چې د دواړو شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټي.

د یو ورځنیو لوبو مهالوېش:

۴ جون - لومړۍ یو ورځنۍ لوبه

۶ جون - دویمه یو ورځنۍ لوبه

۹ جون - درېیمه یو ورځنۍ لوبه

د شل اوریزو لوبو مهالوېش:

۱۱ جون - لومړۍ شل اوره لوبه

۱۲ جون - دویمه شل اوره لوبه

۱۴ جون - درېیمه شل اوره لوبه