تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فوټبال نړیوال جام؛ جاپان جرمني مات کړ
د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې د سعودي عربستان له خوا د ارجنټاین لوبډلې تر ماتولو وروسته جاپان هم وتوانېد چې د فوټبال نړۍ بل پیاوړی هېواد جرمني مات کړي.
په قطر کې د نړیوال جام په ترڅ کې جرمني چې څلور ځله یې نړیوال جام هم ګټلی په یوې په زړه پورې لوبه کې جاپان ته وبایلله.
جرمن لوبډلې تر ډېره پر لوبې واک درلود، خو د فشار توګه یې ښه کار ترې وا نه شو اخیستلی، خو جاپاني لوبغاړي هم غلي نه وو ناست، هغوی هم خپل بریدونه جاري ساتل.
د لوبې په لومړۍ نیمايي کې جرمني لومړی ګول وکړ، خو یو ګول د بریا لپاره کافي نه وو.
جرمني په ۳۳مه دقیقه کې ګول وکړ او لومړۍ نیمايي کې داسې اټکل وو چې د لوبې ګټونکی به وي.
خو د لوبې په دویمه نیمايي کې د دواړو لوبډلو ګول ساتونکو یو څه جدي چانسونه خوندي کړل، خو د لوبې په ۷۵مه دقیقه کې جاپان په خپل یوه ګول سره لوبه مساوي کړه. خو دا د کیسې پای نه و بلکې د لوبې په ۸۳ مه دقیقه کې د جرمني دروازه یو ځل بیا پرانیستل شوه او د لوبې رنګ او اړخ په بشپړ ډول بدل شو.
جرمن لوبډله په تېر نړیوال جام کې ښه نه وه ځلېدلې او د روسیې په نړیوال جام کې د خپلې ډلې په وروستي ځای کې وه.
د ۲۰۱۰ کال نړیوال جام اتله لوبډله جرمني به د یکشنبې په ورځ له اسپانیا سره مخامخ شي، چې د ګروپ ترټولو پیاوړی ټیم بلل کېږي او بله لوبه یې له کوسټاریکا سره ده.
دا ځل تر دې مهاله لوبې ډېرو ته حیرانونکې او پایلې یې له باوره لېرې ښکاري.
تېره ورځ سعودي عربستان په یوې په زړه پورې لوبه کې ارجنټاین لوبډلې ته ماته ورکړه.