تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
موندنې؛ د سکاټلنډ کرېکټ کې سازمان شوې نژادپالنه کېږي
تمه ده چې د یوې خپلواکې بیاکتنې پایلې به د سکاټلنډ کرېکټ کې د بنسټیزې نژاد پالنې شواهد رابرسېره کړي.
په دې اړه څیړنې تېر کال د سکاټلنډ د سپورت ادارې لخوا پیل شوي او ټاکلې پایلې یې د دوشنبې پر ورځ خپرې شي.
تر دې وړاندې د سکاټلنډ کرېکټ لوبډله کې د تبعض او نژادپالنې تورونه مطرح شوي وو.
د سکاټلنډ د لوبډلې مخکیني نامتو توپ اچوونکي مجید حق هم له نژادپاله چلن شکایت کړی.
د دې بیاکتنې پر مهال ځينې تورونه د څېړلو لپاره پولیسو ته راجع شوي.
تېره اپرېل میاشت یوه خپاره شوي رپوټ کې راغلي وو چې تر ۲۰۰ ډېر کسان د سکاټلنډ کرېکټ کې د نژادپالنې په تړاو شاهدۍ ته حاضر شوي.
د سکاټلنډ کرېکټ ادارې "کرېکټ سکاټلنډ" ویلي له وړاندې د دې بیاکتنې د پایلو په اړه څه نشي ویلی، خو له هغو کسانو بښنه غواړي چې دغه سپورت کې له نژادپالنې زیانمن او کړېدلي.
د دې ادارې ویاند وايي "د کرېکټ ډګر باید د هر چا پر مخ پرانیستی وي، نه داسې ځای چې نژادپالنه یا بل ډول تبعیض پکې کېږي. د سکاټلنډ کرېکټ بورډ له هر هغه چا له زړه بښنه غواړي چې د سکاټلنډ کرېکټ کې یې نژادپالنه تجربه کړې."
دوی دا هم ویلي د دې بیاکتنې پایله کې چې هره سپارښتنه ورته کېږي، د عملي کېدو لپاره به یې ګام اخلي.
ویل کېږي د سکاټلنډ سپورت اداره د دې بیاکتنې موندنو ته ډېره اندېښمنه ده او کرېکټ بورډ ته د بودیجې نه ورکولو په ګډون هر ممکن غوراوی کارولی شي.
دې ادارې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ د سکاټلنډ کرېکټ ته له ۵۰۰ زرو ډېر پونډ ورکړي دي.
مجید حق تېر کال وویل چې د لوبو پر مهال له سپکاوي کړېدلی.
هغه سکاټلنډ ته له ۲۰۰ ډېرې لوبې کړې خو د ۲۰۱۵ کال له نړیوال جامه کور ته تر استول کېدو وروسته یې بیا لوبه نه ده کړې.
نوموړي هغه مهال هم ویلي و داسې انګېري چې د نژاد پر بنسټ قرباني شوی.
هغه تېر نومبر کې 'بي بي سي سکاټلنډ' ته وویل "د یوه لږه کي توکم کرېکټر په توګه اړ یاست چې د خپل سپین پوستي سیال دوه برابره ښه لوبه وکړې چې د هغه په اندازه فرصت ترلاسه کړې."