تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سپورت کې تر ټولو ځواکمنه ښځه
د خپرېدو وخت
په داسې حال کې چې فوټبال تر ډېره نرواکې لوبه ګڼل کېږي، خو فاطمې سموره دا اند بدل کړ. بي بي سي له ۲۰۱۸ نړیوالو اتلولیو وړاندې د فوټبال نړیوال فدراسیون "فیفا" له عمومي منشي فاطمې سموره سره د ۱۰۰ ښځو پروګرام اډانې په یوه ځانګړې مرکه کې د زړه خواله کړي.
سموره وايي، د فیفا فدراسیون کې یې د مسلمانو ښځو په راوستلو سره د نرواکۍ دود مات کړ. اوس د فیفا کابو ۵۰ سلنه کارکوونکي ښځې دي، چې له دغه سازمان سره د سموره د یوځای کېدو پرمهال دا شمېر ایله ۳۲ سلنه و.