کابل کې له یو کال ځنډ وروسته د کرېکټ شپږیزې لیګ

د خپرېدو وخت

له یو کال ځنډ وروسته کابل کې نن دوشنبه د جولای ۱۸مه د شپږيزې کرېکټ ليګ اتم پړاو سيالۍ پیل شوې او د اګسټ پر پنځمه به پای ته رسېږي.‌ په دې سیالیو کې اته لوبډلې په ۳۲ لوبو کې لوبېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د لوبې لیدو لپاره به ډېر خلک دغو لوبو لیدو ته ورځي او د کرېکټ سمبالوونکي هیله لري چې دې سیالیو کې به بهرني لوبغاړي هم ګډون وکړي. د بي بي سي عنایت الحق یاسیني یې په اړه دا لنډ رپوټ راستولی دی.