ټپي محمد صلاح تر لوبې مخکې د لیورپول د ازموینې غوښتنه رد کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
محمد صلاح د خپلې لوبډلې لیورپول هغه وړاندیز رد کړی چې ګنې د نااعلان شوي ټپ له کبله دې طبي ازموینه وکړي. نوموړي دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د مصر لوبډله کې تر لوبېدا مخکې کړې دي.
۲۹ کلن صلاح د افریقايي ولسونو د اتلولۍ لپاره قاهره کې د ګیني پروړاندې د مصري لوبډلې صفر پر یو د بریا پرمهال لوبډلمشري کوله.
د مصري لوبډلې مشر ایهاب جلال ویلي "صلاح له ټپ کړېږي، خو ځان یې ټینګ نیولی".
دی وايي، چې صلاح به اوس ازموینې ته غاړه ږدي.
په پام کې ده چې د جون پر نهمه به د مالاوي پلازمېنه لیلونګوي کې د ایتیوپیا پرضد مصرۍ لوبډله ولوبېږي.
پر سې شنبه به د سوېلي کوریا پروړاندې هم دوستانه لوبه وکړي.
تېره میاشت د لیورپول او چیلسي ترمنځ له لوبې وروسته، چې لیورپول پکې بریالۍ شوه، صلاح په ۳۳مه دقیقه کې پر ګونډه تر ټپي کېدا وروسته بدل شو.
درې ورځې وروسته یې ټپ پر ساوت هامپټن د لیورپول بریا پرمهال لوبه ونه کړه.
له انګلیسي لوبډلې سره د صلاح راتلونکی لاهم ناڅرګند دی، ځکه چې لا یې تر اوسه خپل تړون نه دی ورسره نوی کړی.
اوسنی قرارداد یې د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې پای ته رسېږي.
صلاح چې د ۲۰۲۱-۲۰۲۲ موسم زرین بوټ ګټونکی دی، ویلي د راتلونکو لوبو پرمهال به لیورپول کې ولوېږي، خو د خپل اوسني ټپ په اړه یې جزییات ورنه کړل.


















