د هند د کرېکټ پخوانی لوبغاړی 'سیدهو' د قتل قضیه کې په بند محکوم شو

د خپرېدو وخت

د هند د کرېکټ‌ ملي لوبډلې پخوانی غړی نوجوت سنګ سيدهو،‌ چې وروسته یې سیاست ته مخه کړه، د بازاري شخړې او یو تن وژلو په پخوانۍ قضیه کې پړ وګڼل شو.

د هند سترې محکمې هغه په یوه کال بند محکوم کړی.

سیدهو د ۱۹۸۸ کال د دسمبر پر ۲۷مه پټیالا کې د ګرنام سنګ په نوم یوه ۶۵ کلن سړي سره شخړه وکړه چې هغه پکې ووژل شو.

نوجوت سنګ سیدهو هغه مهال د هند کرېکټ ملي لوبډلې غړی و.

د پوليسو د ريکارډ له مخې نوجوت سنګ هغه مهال له خپل يوه ملګري سره و، چې له ګرنام سينګ سره يې لانجه راغله.

د پوليسو په وينا سیدهو او ملګری يې شخړه کې د ګرنام سينګ له وژل کېدو وروسته له سيمې تښتېدلي‌ وو.

سیمه ییزې محکمې هغه دې دعوا کې سپین وباله خو په ۱۹۹۹ کې د دې پرېکړې خلاف د هریانا عالي محکمه کې بیا دعوا پرانیستل شوه.

دې محکمې سیدهو مجرم وګاڼه او هغه یې پر درې کاله بند محکوم کړ.

خو سیدهو ستره محکمه کې د تمیز غوښتنه وکړه چې دې محکمې په ۲۰۱۸ کال کې هغه ته برائت ورکړ او ګرنام سنګ وژنه یې غیر قصدي عمل وباله.

دې محکمې هغه ته د درې کلن بند اورول شوې سزا لغوه کړه او یوازې زر هندۍ روپۍ یې جریمه کړ.

خو د وژل شوي کس کورنۍ له سترې محکمې وغوښتل چې پر خپله پرېکړه بیا غور وکړي.

محکمې یې هم غوښتنه ومنله او په تازه پریکړه کې یې نوجوت سنګ سیدهو د دریو کالو پر ځای په یوه کال بند محکوم کړ.

د ګرنام سنګ خپلوانو د محکمې پر پرېکړې خوښي ښودلې.

نوجوت سنګ هم دې پریکړې ته غاړه ايښې او ویلي یې دي چې ځان به قانون ته وسپاري.