تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: دهوني ځان د 'څو شېبو شاعر' وباله او له کرېکټ سره یې مخه ښه وکړه
د هند کرېکټ ملي لوبډلې مخکیني لوبډلمشر مهندر سینګ دهوني د شنبې پر ورځ له نړیوال کرېکټ سره مخه ښه وکړه.
پر خواله رسنۍ انسټاګرام یوه پیغام کې ښاغلي دهوني ویلي، غواړي د خپلو مینه والو د مینې او ملاتړ مننه وکړي.
نوموړی له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې د هند کرېکټ سره تړاو درلود. ښاغلي سینګ په خپل پیغام کې ویلي، چې 'له ۷ بجو او ۲۹ دقیقو وروسته (د هند له ځايي وخت سره سم) باید متقاعد وبلل شي. '
هغه په ویډیويي پوسټ کې له یوې سندرې سره چې وايي، 'زه د یوې، دوو شېبو شاعر یم ' په هندۍ لوبډله کې له لومړي سره تر پایه تېر کړی وخت په تصویرونو کې ښوولی دی.
د یادونې ده چې ښاغلي دهوني په ۲۰۱۴ کال کې له ټیسټ کرېکټ سره مخه ښه کړې او له هغه راهیسې یې یوازې په یوه ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې برخه اخیسته.
ویل کېږي چې د نړیوالو لوبو له پرېښوولو سره سره به نوموړی روان کال د هند غوره لیګ هغو سیالیو کې د چنائي سوپر کنګز مشري کوي، چې په متحده عربي اماراتو کې کېږي.
ایم ایس دهوني د هند په ریل ګاډي اداره کې خپل لومړنی رسمي ماموریت پیل کړی و او وروسته یې په انډیا سیمنټ شرکت کې دنده پیل کړه.
نوموړي ته په هند کې په خورا درانه نظر کتل کېږي، چې په ۲۰۱۱ کال کې د هند لپاره د نړیوال جام په ترلاسه کولو کې مخکښ و.
دهوني له ۲۰۰۷ کاله تر ۲۰۱۷ پورې د هند لوبډلې مشري وکړه.
مهندر سینګ دهوني لومړنی لوبډلمشر دی، چې د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) درې مهم جامونه یې ګټلي دي.
هند لوبډلې د نوموړي په مشرتابه ای سي سي شل اوریزو نړیوال جام (۲۰۰۷) د کرېکټ نړیوال جام ( ۲۰۱۱) او ای سي سي چیمپینز جام ( ۲۰۱۳) ترلاسه کړي دي.
د هند وتلي لوبغاړي سچن ټنډولکر په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د هندي کرېکټ لپاره د دهوني خدمتونه خورا ډېر دي. نوموړی وايي:
'په ګډه ۲۰۱۱ کال کې د کرېکټ نړیوال جام ګټل زما د ژوند یو ډېر غوره وخت و. '