تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: پاکستان له بنګله دېش په څلورو وېکټو سيالي وګټله
د بنګله دېش او پاکستان تر منځ د درې شل اوریزو کرېکټ لوبو لومړنۍ لوبه کې بنګله دېش خپله سيالي په څلورو وېکټو وبايلله.
دغه سيالي چې د بنګله دېش په میرپور کې ترسره شوه پچه يې بنګله دېش وګټله او پاکستان ته یې د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې د پاکستان اوپنران محمد رضوان او بابر اعظم د لوبې په دريېم او څلورم اوور کې پرلپسې وسوځېدل.
له دې وروسته پنځم اوور کې د پاکستان له لوري حیدرعلي له منډې جوړولو پرته وسوځېد.
پاکستان لوبډلې د ۲۴ منډو له جوړولو وروسته څلور وېکټې له لاسه ورکړې وې.
له هغه وروسته فخر زمان او خوش دل شاه د ۵۶ شریکو منډو له جوړولو وروسته د پاکستان منډو شمېر یو څه زیات کړ.
د ۱۷ اوور له لوبې سره د پاکستان ټولو منډو شمېر ۹۶ او شپږ وېکټې یې له لاسه ورکړې.
بنګله دېش لوبډلې بیا د لوبې خپلې پاڼۍ په دویم اوور کې لومړۍ وېکټه له لاس ورکړه او اوپنر محمد نعیم د حسن علي په توپ کیچ اوټ وسوځېد.
له دې وروسته بنګله دېش لوبډلې په دریېم او پنځم اوور کې هم د سیف الحسن او نجم الحسین وېکټې له لاسه ورکړې.
په نهم اوور کې د لوبډلمشر محمودالله له سوځېدو وروسته د بنګله دېش څلور مهم لوبغاړي له یو عددي منډو سره له میدانه بهر شول.
له هغه وروسته د بنګله دېش له لوري مهدي حسن او نورالحسن د منډو شمېر یو څه زیات کړ او د حارث رووف په وروستي اوور کې د بنګله دېش مهدي حسن د دوو شپږیزو پر مټ د بنګله دېش ټولو منډو شمېر ۱۲۷ ته ورساوه.
د پاکستان له لوري حسن علي درې، محمد وسیم جونیر دوې او محمد نواز، شاداب خان یوه - یوه ویکټه تر لاسه کړې.
د پاکستان کرېکټ لوبډله په شل اوریزو نړیوال جام کې ښه وځلېده، له لوړ مورال سره بنګله دېش ته تللې او بنګله دېش لوبډلې په نړیوال جام کې له ګډون مخکې په خپل هېواد کې اسټرالیا او نیوزیلنډ غوندې پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکړې، چې له کبله یې د دواړو هېوادونو د لوبډلو تر منځ روانه سیالي ډېرو ته په زړه پورې معلومېږي.