تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: بنګله دېش له افغانستانه لوبه وګټله
افغانستان نن له بنګله دېش سره د درې اړخيزه شل اوريزه سياليو په شپږمه يا وروستۍ لوبه کې د چټوګرام په ظهور احمد چودري لوبغالي کې لوبه وکړه، چې په څلورو وېکټو بنګله دېش لوبډلې وګټله.
د لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.
رحمان الله ګربز او حضرت الله ځاځی د افغانستان له لوري چټکه لوبه پیل کړه او د بنګله دېش له لوري محمد سیف الدین توپ اچوونه پیل کړه.
افغانستان د ټولو ۲۰ اورنو له لوبې وروسته د ۷ وېکټو په زیان ۱۳۸ منډې تر لاسه کړې او بنګله دېش ته یې د ۱۳۹ منډو هدف وټاکه.
په ځوابي لوبه کې بنګله دېش لوبډلمشر شکیب الحسن د خورا مهمو ۷۰ منډو پر مټ بنګله دېش لوبډلې په ۱۹ اور کې ۱۳۹ منډې وکړې او لوبه یې وګټله.
د افغانستان له لوري لومړی افغان لوبغاړی حضرت الله ځاځی و، چې د ۴۷ منډو له ترلاسه کولو وروسته وسوځېد، ورپسې اور کې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان له هېڅ منډې پرته وسوځېد.
افغان لوبډلې تر پنځه اویا منډو تر لاسه کولو پورې هېڅ لوبغاړی له لاسه نه و ورکړی، خو د پنځو نورو منډو ترلاسه کولو کې یې ۳ لوبغاړي وسوځېدل. دریم لوبغاړی اوپنر رحمان الله و، چې د ۲۹ منډو له تر لاسه کولو وروسته وسوځېد.
دواړړه لوبغاړي د ځوان بنګله دېشي لوبغاړي عفیف حسین په توپ له میدانه بهر شول.
بنګله دېش لوبډلمشر شکیب الحسن د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپ اچوونې په تړاو وویل:
''پر وېکټ یو څه واښه لیدل کېږي او ښايي دا زموږ چټکو بالرانو ته ګټه وکړي او د دې تر څنګ موږ د پرخې او وریځو حالت مو هم په پام کې نیولی دی. ''
فضل نیازی او دولت ځدراڼ د افغانستان په نننۍ لوبه کې شامل نه دي. حضرت الله ځاځی، رحمان الله ګربز، شفیق الله، اصغر افغان، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، ګلبدین نایب، کریم جنت، نوین الحق او مجیب الرحان د راشد خان په مشرۍ په نننۍ لوبه کې د افغانستان له لوري برخه لري.
که څه هم بنګله دېش لوبډلې ته په خپل کور کې لوبې اسانې تمامېدلی شي، او شنونکي وایي چې افغان لوبډله په شل اوریز کرېکټ کې پر دواړه مخالفو لوبډلو برلاسې ده.
یاده دې وي چې له دې لوبو وړاندې افغانستان په یوازینۍ ټسټ لوبه کې هم بنګله دېش د ۲۲۴ منډو په لوی توپیر مات کړی و.