توکیو اولمپیک: فریال د مصر اولمپیک تاریخ کې لومړنی د سرو زرو مډال ګتلی

فریال عبدالعزیز
د عکس تشریح، فریال عبدالعزیز په کاراتې کې د سرو زرو مډال تر ګټلو وروسته له ډېرې خوشحالۍ ژباړي
د خپرېدو وخت

د کاراتې مصرۍ لوبغاړې فریال اشرف عبدالعزیز وروسته تر هغه د مصر لپاره ویاړ ترلاسه کړ چې د اولمپیک په تاریخ کې یې مصر ته د څه باندې ۶۱ کیلوګرامه وزن کاراتې سیالۍ کې د سرو زرو مډال وګاټه.

۲۲ کلنه فریال د اولمپیک لومړنیو دوو سیالیو کې بریالۍ او په دریمه هغه کې ماته شوه.‌

په نیمه پایلوبه کې فریال قزاقستانۍ صوفیا بیرولتسیویا ته ۵-۴ ماتې ورکړه،‌ بیا له اذربایجانۍ ایرینا زاریتڅکا سره پایلوبه کې مخامخ شوه او هغې ته یې ۲-۰ ماتې ورکړه.

فریال اتمه عربۍ لوبغاړې ده چې د توکیو اولمپیک کې مډال ګټي او له اتن ۲۰۰۴ اولمپیک راهیسې لومړنۍ مصرۍ ده چې د اولمپیک مډال ګټي.‌

په ۲۰۰۴ اولمپیک کې یوې بلې مصرۍ کرم جابر خپلې رومانیایۍ سیالې ته ماتې ورکړې وه.

نقريي مډالونه

۲۱ کلن احمد الجندي

د عکس سرچینه، PEDRO PARDO

د عکس تشریح، ۲۱ کلن احمد الجندي هغه لومړنی عرب او افریقایی لوبغاړی دی چې په لامبو، د اس ځغلونې، نښه ویشتلو او ځغاستې مډالونه یې ګټلي دي.

په دې سره مصر د ډېرو مډالونو ګټلو له اړخه په جدول کې ۵۳ ځای خپل کړی، لوبغاړو یې یو د سرو زرو، یو د سپینو او څلور برونزي مډالونه ګټلي دي.‌

په ۲۰۰۴ اولمپیک سیالیو کې مصر یو د سرو زرو،‌ یو نقره يي او درې برونزي مډالونه ګټلي وو.

د توکیو اولمپیک کې مصري لوبغاړو شپږ مډالونه ګټلي، په تیکواندو کې دوه برونزي مډالونه هدایت ملاک او سیف عیسی وګټل، او برونزي محمد السید ابراهیم کیشو او جینا فاروق په کاراتې کې.‌

او احمد الجندي د سپینو زرو او په پای کې فریال اشرف په کاراتې کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

۲۱ کلن احمد الجندي هغه لومړنی عرب او افریقایی لوبغاړی دی چې په لامبو، د اس ځغلونې، نښه ویشتلو او ځغاستې مډالونه یې ګټلي دي.

د ویډیو تشریح، کریسټینا تیمانوسکایا: 'هېوادوال دې هېڅ وېره نه لري'