اسټرالیا کې د یو پخواني کرېکټر د تښتولو قضیه؛ پولیسو ۴ کسان نیولي

د خپرېدو وخت

اسټرالیا کې پولیس وايي د دغه هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې یو پخوانی لوبغاړی سټوارټ مکګېل سیډني کې تر تښتول کېدو وروسته بېرته خوشی شوی دی.

دا پېښه د اپریل په ۱۴مه شوې او اوس یې څلور کسان په تړاو نیول شوي دي.

پولیسو ویلي ښاغلي مکګیل له دغو کسانو یو پېژانده او دا کار د مالي انګېرنو له مخې شوی دی.

د تښتونې دې قضیه کې سټوارټ مکګېل برڅېرن ټپي شوی هم دی خو پولیس وايي له روغتیايي اړخه یې کتنې ته اړتیا نه ده پېښه شوه.

۵۰ کلن مکګېل د ۱۹۹۸ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ د اسټرالیا ملي لوبډله کې د ټیسټ سیالیو سوکه توپ اچوونکی و.

هغه یو ځل تر خپل هېوادوال 'شېن وارن' وروسته د نړۍ دوېیم ښه توپ غورځونکی هم اعلان شوی و.

'موټر ته په زور خېژول شوی او په ټوپک ګواښل شوی'

نیو سوت ویلز پولیس وايي دغه مشکوک کسان یې تر دوو اونیو څېړونې وروسته د چارشبنې پر ورځ د سیډنې مختلفو سیمو کې د چاپو پر مهال نیولي دي.

پولیس وايي ښاغلی مکګېل یو ماښام د سیډني ښار په کرېمورني څنډه کې له یوه ۴۶ کلن سړي سره مخامخ شوی چې له وړاندې یې ورسره پېژندل.

وروسته دوه نور کسان هم را پیدا شوي او دغه پخوانی کرېکټر یې په زور موټر ته خېږولی دی.

پولیسو ویلي دې "جنایتکاره ډلې" مکګېل له ښار وتلې برېنجېلي سیمې ته بېولی چې ویل کېږي هلته بیا پرې فزیکي برید شوی او د ټوپک په وسیله ګواښل شوی دی.

هغه تر شاوخوا یو ساعت وروسته د سیډني سویل لویدیځ کې بېلمور سیمې ته لېږدول شوی او هلته خوشې شوی دی.

چارواکي وايي د تښتولو دا قضیه مالي انګیزه لري خو پر مکګیل د برید، تښتولو او خوشې کېدو پر مهال د پېسو راکړه ورکړه نه ده شوې.

پولیسو ویلي چې ښاغلي مکګیل د ځان او خپلې کورنۍ د خوندیتوب په اړه د اندېښمن و او چارواکو ته یې د دغه جرم رپوټ یوه اوونۍ وروسته ورکړی دی.

د پولیسو د کشف افسر انتوني هولټن وايي: "چې پر سړک ولاړ یاست، موټر ته مو واچوي، لېرې ځای ته مو ولېږدوي، فزیکي برید درباندې وشي، په ټوپک مو وګواښي، د څه مودې لپاره مو ځان سره وساتي او بیا مو وغورځوي - فکر کوم ډېر به اندېښمن شئ."

نوموړی زیاتوي: "پوهېږم چې هغه یې یوازې یو ساعت ساتلی، خو دا د زغم لپاره وحشتناک او وېرونکی ساعت دی."

پولیس وايي د دې قضیې په تړاو نیول شوي کسان ۲۷، ۲۹، ۴۲ او ۴۶ کاله عمرونه لري او دا به وروسته څرګنده شي چې رسمآ له کومو تورونو سره مخامخېږي.

اسټرالیايي رسنۍ وايي سټوارټ مکګیل چې په ۲۰۰۸ کال یې کرېکټ پرېښی، اوس د سیډني په شمالي څنډو کې د یوه رستورانت عمومي مدیر دی.

شخصاً هغه پخپله تر دې دمه په دې قضیه تبصره نه ده کړې.