د اسټرالیا کرېکټ لوبغاړي بې روزګاره کېږي

د خپرېدو وخت

د اسټرالیا کرېکټ ټولنې مشر ګریګ ډایر وايي، د دغه هېواد له دوو سوو ډېر کرېکټ لوبغاړي د جولای له پیل بې کاره کېږي.

د اسټرالیا کرېکټ او د دغه هېواد د لویو لوبغاړو ترمنځ اوسنی تړون د جون پر ۳۰ مه پای ته رسېږي، خو تراوسه بل تړون نه دی ور سره شوی.

د ګرېګ ډایر په خبره، د جولای له لومړۍ نېټې امکان شته چې موږ ټول یو ځای له کړنګ وغورځو.

"د تړون بیا نوي کولو ستونزه اواره شوې نه ده".

د اسټرالیا ټېسټ ویکټ ساتی ګریګ ډایر زیاتوي چې دغو لوبغاړو ته به له هرې ممکنه لارې د تنخا پیدا کولو هڅه وکړي، خو اوس داسې ښکاري چې دا ټول به بې روزګاره شي.

د اسټرالیا کرېکټ په مارچ کې د اصولو د بدلولو له مخې، د ښځینه او نرینه لوبغاړو د تنخا زیاتولو وړاندیز وکړ، خو مطلب یې دا و چې د کرېکټ په عاید کې به له دې وروسته لوبغاړي برخه نه لري.

خو د اسټرالیا کرېک ټولنې دا وړاندیز رد کړ.

دې ټولو مسلو وروسته د اسټرالیا نرینه لوبډلې په هکله پوښتنې پیدا کړې، چې اګسټ کې له بنګله دېش سره دوه ازمېښت لوبو او راتلونکی کال د اسیا ازمېښت سیالیو کې له برتانیا سره لوبېږي.

د اسټرالیا مېرمنو کرېکټ لوبډله دا مهال د ښځو نړیوال جام کې د لوبېدلو لپاره برتانیا کې ده او د تنخا تړون به یې د دې اتلولۍ تر پای دواو ولري.