تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: د پاکستان سوپر لیګ لوبې وځنډول شوې
د پاکستان کرېکټ بورډ دغه هېواد کې د سوپر لیګ د روان شپږم پړاو سیالیو د سملاسي ځنډېدلو پرېکړه کړې ده.
دا پرېکړه تر هغې وروسته شوې چې دغه لیګ کې د دریو نورو لوبېدونکو لوبغاړو د کورونا وېروس معاینات هم مثبت راغلل.
تر دې وړاندې د پي ایس ایل اړوندو ۴ نورو کسانو معاینات هم مثبت تشخیص شوي وو.
د سوپر لیګ سیالیو کې د یوې لوبېدونکې لوبډلې "کراچي کېنګز" د رسنیو برخې مسئول فیصل مرزا ویلي د سوپرلیګ سیالۍ دمګړۍ ځنډول شوې او کرېکټ بورډ به ژر په دې تړاو رسمي پریکړه اعلان کړي.
د یادولو ده چې د تېر کال مارچ کې د سوپرلیګ پینځم پړاو سیالۍ هم د کورونا وېروس وبا له کبله نیمايي کې ځنډېدلې وې او پاتې لوبې یې بیا د نومبر میاشت کې وشوې.
ادعا دا ده چې د پي ایس اېل سیالیو کې ښکیلو لوبډلو د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي پر لارو چارو بشپړ عمل نه دی کړی.
په دغو اصولو کې راغلې وه چې لوبغاړي او د لوبډلو نور رسمي غړي به تر خپلو هوټلونو محدود وي، د بهر خلکو سره به له ناستو او کتو ډډه کوي او خوراک - څښاک به یې هم جلا وي.
د پي اېس اېل په دغو سیالیو کې تر دې دمه د پنځو لوبغاړو په ګډن د اوو کسانو د کورونا ټسټونه مثبت راغلي دي.
په هغوي کې د اسلام اباد یونایټډ لوبډلې سوکه توپ اچونکی فواد احمد هم شامل دی.
د پاکستان کرېکټ بورډ دغو پېښو ته په کتو پي اېس اېل کې د لوبېدونکو لوبډلو خاوندانو سره په یوه انلاین غونډه کې ویلي چې دغه سیالۍ دې سملاسي دوردول شي.
تر دې وروسته په لومړي ګام کې به په روان پي اېس اېل کې شپږو لوبېدونکې لوبډلې خپلو غړو ته د "پي سي آر" معایناتو او جلا اوسېدو اسانتیاوې برابروي.
د کراچي کېنګز یوه غړي او د پاکستان ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر وسیم اکرم بي بي سي سره خبرو کې منلې چې ډاکترانو ورته له ځنډ پرته کور ته د تګ سپارښتنه کړې ده.
هغه د شکرې ناروغي لري او ډاکترانو ورته ویلي چې په اوسني وضعیت کې باید ډېر پام وکړي.
کوویډ-۱۹ ناروغۍ تېر ۲۴ ساعته پاکستان کې ۷۵ کسان وژلي دي.
دا د ۲۰۲۱ کال له پیل راهیسې پاکستان کې په یوه شپه او ورځ د کورونا له اړخه تر ټولو د ډېرو کسانو مړینه ده.