د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی نجیب ترکی ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شو

جنازه
د عکس تشریح، د نجیب ترکي جنازه جلال اباد ښار کې وشوه او همالته خاورو ته وسپارل شو.
د خپرېدو وخت

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي نجیب تره کي جنازه نن په جلال اباد ښار کې ادا او د سره رود ولسوالۍ په هجرت کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

د کرېکټ دا ۲۹ کلن لوبغاړی د جمعې په ورځ يوه ناڅاپه ترافيکي پېښه کې ژوبلیدلی و او نن سې شنبه سهار يې په يوه ځایي روغتون کې ساه ورکړه.

د جنازې مراسم په ولایتي مرکز جلال اباد په شېرزي لوبغالي کې وشوه چې حکومتي چارواکي، کرېکټ لوبغاړي او خواخوږي یې ورته راټول شوي وو.

د کرېکټ د دغه لوبغاړي په مړینه په افغانستان کې دننه او بهر پراخ غبرګونه او خواخوږي څرګنده شوې.

نجیب ترکی د جمعې په ورځ (د اکټوبر دویمه) د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد کې کې غواګۍ یا سراچې موټر وواهه.

له هغه وخت راهیسې نوموړی په یوه ځايي روغتون کې په کوما حالت کې بستر و.

نجیب ترکی

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، نجیب ترکی د افغان ملي لوبډلې چټک توپوهونکی و او په شل اورو لوبو کې لوبېده.

کرېکټ بورډ فیسبوکپاڼه کې د بیان له مخې، دې ادارې د نوموړي په مړینه خواشیني ښودلې ده. افغان کرېکت بورډ د نوموړي مړینه نه جبرانېدونکې بللې ده.

خواله رسنیو کې هم د نجیب ترکي پر مړینه خپګان ښودل شوې او د کرېکټ لپاره یې ضایعه بللې ده.

د ولسمشر غني خواخوږي

د ارګ د فیسبوکپاڼې له مخې افغان ولسمشر د نجیب ترکي پر مړینه خواشیني ښودلې ده:

"نجیب الله تره کي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله کې د افغانستان لپاره ډېر ویاړونه راوړل او په نړیوالو ډګرونو کې یې ملي بیرغ ورپاوه. مړینه یې د افغانستان او کرکټ لپاره یوه لویه ضایعه ده. "

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې غړي محمد نبي او نورو لوبغاړو هم د نوموړي پر مړینه خواشیني ښودلې ده.

نجیب ترکی کرېکټ کې

نجیب ترکی

د عکس سرچینه، @ACB

د عکس تشریح، نجیب ترکي په ۲۴ (فرسټ کلاس) لوبو کې ۲۰۳۰ منډې کړې وې او اوسط یې له ۴۷ پورته و.

نجیب ترکی د افغان ملي لوبډلې چټک توپوهونکی و او تر ډېره په شل اوریزو لوبو کې لوبېده.

نوموړي اولنۍ شل اوریزه لوبه پر ۲۰۱۴ کال د بنګله دېش خلاف ډاکه ښار کې کړې او وروستۍ لوبه یې هم تېر کال د همدغه هېواد مقابل کې کړې وه.

نجیب ترکي د افغانستان لپاره ټولټال دولس شل اوریزو لوبو کې د یوې پنځوسیزې په ګډون ۲۵۸ منډې جوړې کړې وې.

نوموړی پر بنګله دېش سربېره د متحده عربي اماراتو، ایرلنډ، زیمبابوې او هانکانګ سره هم سیالیو کې لوبېدلی و.

په نړیوالو لوبو کې د هغه تر ټولو ډېرې منډې ۹۰ دي چې د ۲۰۱۷ کال مارچ کې یې د ایرلنډ سره سیالۍ کې جوړې کړې.

نجیب ترکي په ۲۴ (فرسټ کلاس) لوبو کې ۲۰۳۰ منډې کړې وې او اوسط یې له ۴۷ پورته و.

نوموړي په فرست کلاس لوبو کې شپږ سلیزې هم کړې وې او تر ټولو زیاتې منډې یې ۲۰۰ وې.

نوموړي همدا رار خپله یوازینۍ پنځوس اوریزه لوبه کې پنځه منډې کړې وې.

ترکی وروستی ځل تېره میاشت شپږیزه کرېکټ لیګ کې څرګند شو او مس عینک لوبډلې ته یې ۳۲ منډې جوړې کړې.