تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي کې اول ځل د ښځو د لوبو نړیوال ټورنمنټ جوړېږي
سعودي عرب به لومړی ځل د اروپا ښځینه ګلف لوبې اونۍ اوږده سیالي او ورسره پرلپسې ټورنمنټونو کوربتوب وکړي
د سعودي نړیوالو ښځو په نوم سره اول ټورنمنټ د نومبر له ۱۲ تر ۱۵ او د سعودي مېرمنو نړیواله لوبډلې نوم سره دویم ټورنمټ هم د نومبر له ۱۷ تر ۱۹ جوړېږي.
دا دواړه اتلولۍ به د شاهي ګلف زرغون کلب یا رایل ګرین ګلف کلب کې وشي.
لومړنی ټورنمټ د سږني مارچ لپاره پلان شوی و، خو د کورونا وبا له امله وځنډول شو.
د ښځینه اروپايي لوبغاړو مشره الیګزنډر ارمس وايي، ډېره خوشاله ده چې سعودي کې د مسلکي ښځینه لوبغاړو لومړني ټورنمټ کې برخه اخلي.
"ستونزمن کال کې له دوی د دې ژمنې د پوره کولو مننه کوو، چې د ښځینه لوبغاړو د یو په ځای دوه ګلف ټورنمنټونه جوړوي."
د دې اتلولیو د یو په یو یا فردي مقابلو ګټونکو ته لس لکه یا یو میلیون ډالر ورکول کېږي، خو د لوبډلې په کچه لوبېدونکو ګټونکو ته پنځه لکه ډالر انعام ورکول کېږي.
ټیمي مقابلو کې یوه مسلکي لوبغاړې له نامسلکي یا شوقي لوبغاړو سره ډله جوړوي او سیالۍ کې ګډون کوي.
دواړو ټورنمنټونو کې روغتیايي تدبیرونه نیول کېږي.
د وېلز اوسېدونکې ایمي بولډن چې روانه میاشت یې د سویس لیډیز یا ښځو ټورنمټ ګټلی وايي، د ښځو ګلف لوبې ته اوسني وخت کې ژمنتیا ډېره هیښوونکې ده.
د هغې په خبره، دې ټورنمټ کې لوبغاړو ته یوه اونۍ نور وخت ورکول کېږي چې د خپلې لوبې هنر وویني او له دې سره دا لوبه په یوه نوي هېواد کې کېږي چې منظره به یې ډېره ښکلې وي.