هغه هندی لوبغاړی چې د کرېکټ لپاره یې کور پرېښود

د خپرېدو وخت

د اتلس کلن یاشسوي جېسوال دا لومړنی ځل دی چې د هند د کرېکټ په غوره لیګ سیالیو کې برخه اخلي. دی راجستان رایلز ته لوبه کوي.

اوس د جېسوال هغه خوبونه په ریښتیا کېدو دي چې پخپله لس کلنۍ کې ښايي ناممکن ورته ښکارېدل. دا هغه مهال و چې ده د یوه مسلکي کرېکټر کېدو لپاره د اوترپردېش ایالت په یوه لرې پرته سیمه کې خپل کور پرېښی او ممبۍ ته مساپر شوی و. ده ان له ځانه سره د سفر کولو ځينې اړین څيزونه هم نه درلودل.

جاسیوال وايي، "ما یوازې کرېکټ کول غوښتل. خو د هند په یوه کلي کې داسې فرصت په اسانه نه پېدا کېږي. مشرانو به مې راته ویل چې که کرېکټ سره مینه لرې نو ممبۍ ته لاړ شه. بس همدغه خبره زما په ماغزو کې کېناسته. که د خوب کوټې ته به تلم او که مور سره به مې غږېدم،همدا یوه خبره مې ورته کوله چې زه ممبۍ ته ځم".

هغه مهال لس کلن یاشسوي جېسوال ژمنه وکړه چې ممبۍ کې به خپل ارمان ته د رسېدو ټول لګښت پخپله کوي. ده دا قسم هم وکړ چې تر هغه به د خپل مور او پلار د لیدو لپاره کور ته ستون نشي چې تر څو يې "څه ترلاسه کړي نه وي".

هغه ممبۍ ته لاړ او ټوله ورځ به يې هلته په مشهور لوبغالي ازاد میدان کې د توپوهنې په برخه کې بېلا بېل تخنیکونه زده کول او تمرین به يې کاوه. په دغه ۲۵ جریبه ستر ميدان کې د کرېکټ ګڼ پېچونه یا ویشتنځي دي او د هند وتلي لوبغاړي سچېن ټنډولکر او اوسنی اوپنر پريتوي شا هم له همدغه لوبغالي ځلېدلي او نوم يې ګټلی دی.

جېسوال به مزدوري کوله چې پېسې هم وګټي:

د پيسو ګټلو او د سرپنا پيدا کولو لپاره به ښاغلي جېسوال د شيدو او مستو خرڅولو یا د لبنیاتو په یوه دوکان کې کار کاوه. خو له دې هټۍ ځکه وشړل شو چې د ورځې به کرېکټ دومره ستړی کړی و چې څښتن به سم کار نه شو ترې اخیستلی.

جېسوال وايي، "زه هغه وخت یوازې وم، ډېر بد وخت و. ما ورته وویل چې خیر دی، د یوې شپې لپاره خو مې پرېدئ چې پاتې شم".

"په بله ورځ مې خپل روزونکي ته کیسه وکړه نو هغه راته وویل چې زما په کور کې و اوسه". ښاغلی جېسوال وايي چې دوه، درې میاشتې د هغه په کور کې پاتې شو.

"په ممبۍ کې ځان ته ځای پيدا کول سخت کار دی خو زه مجبور وم چې یو بل کور پيدا کړم. زه پخپل کرېکټ کلب کې د واښو ریبونکو کسانو خيمې ته لاړم، هلته اوسېدلم".

"دوی به راته ویل چې که غواړم په خيمه کې يې پاتې شم نو باید په لوبه کې ډېرې منډې وکړم".

جېسوال وايي، د لوبغالي تر څنګ کېږدۍ کې اوسېدل ورته ګټور وو، "ما ویل ښه ده چې لوبغالي ته نږدې و اوسم، تمرین ته هم ژر رسېدلی شم او یا به د لوبڅار په هېث کار کوم چې یو څه پيسې هم پيدا کړم".

د دې لپاره چې خپله ګټه وټه زیاته کړي او د هغه د شتمنې لوبډلې ملګري يې پرې خبر نه شي، جېسوال به د ځینو مذهبي مراسمو پر مهال په لارو کوڅو کې خواړه خرڅول.

کله کله به په وږي نس وېده کېده:

خو بیا هم ده دومره څه نه شول ګټلی چې بس يې شي. کله کله به په وږي نس وېده کېده. په خوړو کې به يې دال، وريژې، وچه ډوډۍ او کچالو وو او یوازې د یکشنبې په ورځ به یې که د چرګ غوښه وخوړه.

جېسوال وايي، د غوښې لپاره به "ما یکشنبې ته شېبې شمېرلې".

خو بیا به داسې وختونه هم وو چې زړه به يې په ډېر شدت د مور غېږ ترې غوښتله، هغه مور چې له ده شاوخوا ۱۳ سوه کيلومتره لرې وه.

"چې مور به مې رایاد شوه نو په ژړا به شوم. خو ما چا ته نه شول ویلی چې په ما څه تېرېږي. ځکه چې که ویلي مې وای نو راته ویل به يې چې خفه یې نو خو کور ته راشه. خو ما به ټولو ته ویل چې زه همدلته خوشاله یم".

جېسوال اوس د نړۍ د لوړې بيې په لوبو کې لوبېږي:

د ۱۹ کلنو په نړېوال جام کې تر ځلېدو وروسته راجستان رایلز هغه سره د ۲۵۶ زره پونډو په ارزښت قرارداد وکړ چې شاوخوا ۲۴۰ لکه هندۍ کلدارې کېږي.

تمه ده چې دی به ډېر ژر د هند ملي لوبډلې ته لار پيدا کړي. له هغه راهیسې چې جېسوال په یو ورځنيو لوبو کې تر ټولو ځوان د غبرګو سلیزو وهونکی لوبغاړی شو نو اوس د کرېکټ پوهانو او تبصره کوونکو پر شونډو د ده نوم دی.

یاشسوي جېسوال د ممبۍ لپاره په ۱۵۴ توپونو د ۲۰۳ منډو په کولو مخکينی ریکارډ مات کړ. دی اوس د نړۍ په تر ټولو د لوړې بیې لوبو کې د ټېسټ لوبو له وتلي اسټرالیايي توپ وهونکي سمېت سره یو ځای په اوپنېنګ کې توپ وهنه کوي.

جېسوال وايي، "هغه ډير ښه انسان دی، راته ویل يې چې پې ورځه او خوند واخله".

"چې راغی نو زړه مې و ډېرې پوښتنې ترې وکړم چې څنګه ښه لوبه وکړم؟ څنګه خپل ذهن پياوړی کړم؟ هغه راته وویل، هر څه چې غواړې ويې پوښته، بې زړه کېږه مه".

د ده په خبره، "د یوه مشر لوبغاړي تر څنګ او په مشرۍ يې لوبه کول په زړه پورې دي".