د شپږیزې لیګ بل پړاو لوبډلې معلومې شوې

د خپرېدو وخت

د شپږيزې کرېکټ غوره سیالیو کې څلورو لوبډلو بل پړاو ته لار وموندله. کابل بازان د نوملړ په سر کې ځای لري. مس عینک لوبډلې دویم ځای خپل کړی، بند امیر په درېیم او بست ساتونکي څلورم ځای لري.

نن د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالیو کې کابل بازانو سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه او په بلې مهمې لوبې کې بیا بست ساتونکو د آمو نهنګانو لوبډله ماته کړه.

په دې سره د سپین غر او امو لوبډلې له مخته تګ څخه پاتې شوې.

پاتې څلور لوبډلې به سبا په دوو لوبو کې له یو بل سره مخ کېږي. کابل بازان له مس عینک لوبډلې سره لومړۍ سیالي لري او دویمه لوبه بیا د بوست ساتونکو او بند امیر لوبډلو تر منځ ده.

کابل بازان او مس عینک لوبډلو تر منځ که هر لوبډله ماتې خوري نو د یوې بلې لوبې چانس به هم ولري، خو د بست ساتونکو او بند امیر لوبډلو ترمنځ که هرې لوبډلې ماتې وخوړه نو خپلو کورونو ته به ستنېږي.

یوه نیوکه دا ده چې لوبډلو ته لوبغاړي په متوازنه توګه نه وو اخیستل شوي. سپین غر او امو لوبډلو کې تر ډېره نویو او ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی و. چې د لوبې تر فشار لاندې راتلل. خو د لوبغاړو اخیستل بیا خپله د لوبډلو د خاوندانو کار بلل کېږي.

سږ کال د افغانستان یو شمېر ډېر پېژندل شوي لوبغاړي لکه راشد خان، محمد نبي او مجیب ځدراڼ په شپږیزې سیالیو کې ګډون نه درلود. هغوی د شپږیزې پر مهال د کارابین کرېکټ غوره لیګ په سیالیو کې لوبېدل. وروسته به د هند کرېکټ غوره لیګ په سیالیو کې چې د سپټمبر په ۱۹ نېټه پیلېږي ګډون کوي.

سږ کال د کورونا وېروس د خورېدو له وېرې په نورو هېوادونو کې د لوبو پر مهال نندارچیان په لوبغالو کې نه لیدل کېدل. خو د شپږیزې لیګ ته هر ورځ سلګونه مینه وال ورتلل. کرېکېټ بورډ یوازې دېرش سلنه نندارچیانو ته اجازه ورکوله چې لوبې له نژدې وګوري.