تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تیاګو الکانتارا له لیورپول سره د ۲۰ میلیون پونډو بدل کې یوځای شو
اسپانوي لوبغاړي تیاګو الکانتارا له انګلیس لیورپول لوبډلې سره د ۲۰ میلیون پونډو په مقابل کې د څلورو کلونو یو تړون لاسلیک کړی او له بایرم میونیخ نه وتلی دی.
د ۲۹ کلن الکانتارا دا لېږدېدنه به کابو ۲۵ میلیون پونډه لګښت ولري.
دغه لوبغاړي ویلي: "دا ښه احساس دی. له اوږدې مودې د دې شېبې په تمه وم زه ډېر خوشاله یم چې نن دلته یم."
تیاګو به د شپږم نمبر لرونکی کمیس اغوندي،.
نوموړی به یکشنبه پخپله وروستۍ لوبه کې د چلسي پرضد ولوبېږي.
تیاګو مخکې له دې چې بایرن ته په ۲۰۱۳ کال ولېږدي، دوه ځله له بارسلونا لوبډلې سره لومړي مقامونه ګټلي.
د دغې معاملې ۲۰ میلیون ډالر به په قسط ورکول کېږي.
د لیورپول روزونکی یورګن کلوب وویل "دا ډېر ښه کار دی، زه رښتیا خوښ یم چې دا کار په پای کې په بریالیتوب ترسره شو".
نوموړی زیاتوي: "پوهېږم چې بایرن کې ټول د هغه پاتېدل غواړي، دا طبیعي ده او د پوهېدو وړ ده ځکه چې هغه ښه رول لوبولی دی."
تیاګو ویلي: "باید ژر تر ژره له نوې لوبډلې سره ځان اشنان کړم."
تیاګو د اسپانیا په ګټه ۳۹ نړیوالو سیالیو کې لوبېدلی دی.